د اېران ملي ټلوېزیون خبر ورکړئ دئ چي پوليسو ۳ تنه امريکایان نيولي او خپل تحقیقات يې ترې کړي دي . د نوموړيو دریو تنو څخه يې یو شېن باور نوميږي چي د ميننیسوټا دئ او دهغه ملګرې جوشوا فاتتل د پیننسيلوانيا څخه ده چي پلار يې عراقۍ دئ .
د یوې محلي امنيتي ادارې رئیس ويلي دي چي دوی ته لا تر اوسه نه ده معلومه چي نوموړي ۳ تنه امريکایان به ترهګر وي او کنه. خپاره سویو راپورونو نوموړي ۳ تنه په دې تورن کړي دي چي هغوی د سرحد د قوانینو څخه سرغړونه کړې ده او د جمعې په ورځ د عراق د کردش نومي ساحې څخه اېران ته رااوښتي دي .
د اېران د کردستان ولایت د والي مرستیال عراج حسن زاده د اېران د فېرس نومي خبري اژانس ته ويلي دي چي نوموړې درې کسیزه ډله د ماریوان ښار ته نژدې د ملک-خور پر سرحد ونیول سول چي تراوسه پوري يې د پېژندني کارټونه ددوی تر لاسونو پوري نه دي ورسېدلي .
او عراج حسن زاده په خپلو خبرو کښي دا هم وويل چي هر هغه څوک چي د کردستان پر سرحد راواوړي نو به نیول کيږي .
د امريکا دمتحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هنري کلنټن ويلي دي چي اېران دي نوموړي ۳ تنه بیرته روغ – رمټ امريکا ته تسلیم کړي .