په کابل کې خبریدونکو ورځپاڼو پخپلو نننیو ګڼو کې تر ډیره د افغانستان په اړه د ناټو د نوي عمومي منشي په څرګندونو تبصره کړې او په عینې حال کې د راروانو انتخاباتو اړوند مسایل يې هم راخستي دي.
په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او د هغې مطالب يې په لاندنې مطلب کې رانغاړلې دي.
ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې د افغانستان د روانې جګړې په اړه د ناټو د نوي عمومي منشي په حواله لیکلي دي، چې دا جنګ به خامخا بریالې کیږي خو په عینې حال کې د هغه دا سپارښتنه هم راخستې، چې د افغان ولس او حکومت ملاتړ باید وشي او دوی باید د یو ښه چلند پخپلولو سره د ژوند ښه چاپیریال رامنځ ته کړي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې د امریکا د ناکامۍ وروسته پنټاګون اوس غواړي، چې د افغانستان او پاکستان په اړه د کارپوهانو د نظرونو د همغږۍ یوه برخه جوړه کړي.
په ورځپاڼه کې له وسلوالو طالبانو سره د خبرو مسئله هم راخستل شوې او د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکل شوي، هر څوک باید له خپله اړخه له طالبانو سره خبرې ونکړي ، ځکه د هغه په وینا دا د افغان دولت مسؤلیت دې.
هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په سر کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د بهیر د بریالیتوب لپاره باید له ټولو طالبانو سره خبرې وشي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا د کابینې په پرونۍ غونډه کې له وسلوالو مخالفینو نه دولسمشر کرزي پدې غوښتنې تبصره کړې، چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې برخه واخلي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام له طالبانو سره د سولې خبرو ته هم اشاره کړې او پدې اړه د نړیوالې ټولنې د چارواکو څرګندونو ته په اشارې لیکلي دي، که حه هم ټول دا اړتیا احساسوي خو لا یو ه خوله ندي.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم د ناټو د نوي عمومي منشي د وروستیو څرګندونو ځینې برخې راخستې او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې دا اجازه به ورنکړي، چې افغانستان یو ځلې بیا د ترورستانو په ځاله بدل شي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په کابل کې د امریکا د سفیر په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان کې د یوې جدي مناظری او پریکړې وخت رارسیدلې دې.
په ورځپاڼه کې په راروانو انتخاباتو کې د سیاسي ګوندونو حضور هم څیړل شوې او هغه کم رنګه ښودل شوې دې.
اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خباره کړیدي.
انیس هم پخپله سرمقاله کې د ولسمشر په پرونۍ غوښتنې تبصره کړې او پدېترڅ کې له طالبانو سره د تفاهم اړتیا څیړلې ده.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې په انتخاباتو کې د درغلیو او نا امنیو د مخنیوې لپاره په نیول شویو تدابیرو تبصره کړې خو د خلکو همکاري يې ضروري بللې ده.
نخست:
دې نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپل لومړي مخ کې د ملي شورا د رخصتیو دوام ته په اشارې لیکلي دي، چې دا کار خلکو ته د ورکړل شویو ژمنو او قانون په خلاف دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې افغانستان د ناټو د نوي عمومي منشي په وړاندې یو ستر چلنج دې او د ددې ماموریت د برالیتوب لپاره دې باید د افغان دولت او ناتو ترمنځ همغږي بیاوړې کړي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې، چې د راروانو انتخاباتو په اړه دې، د انتخاباتو په درشل کې په ملي یوالي تینګار کړې دې.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه