دانتخاباتوپه نوم دافغانانودتیرایستونكې امریکایي پروسې په هکله
دافغانستان داسلامي امارت اعلامیه
په ګران افغانستان کې دامریکایانوخلاف دکفرځپونکي اسلامي جهاد له پراخیدلو اوسختیدلوسره نور امریکایان اودهغوﺉ ټول صلیبي اشروال په دې پوهیدلي چې په دې ملک کې دهغوﺉ ټولي پوځي هڅې بي نتيجي او دمجاهدو افغانانودایلولولپاره یې متعددې استراتیژۍ له ناکامي سره مخ دي.
اوس يې دخپل شکست دپټولو،دځان دژغورلو اوعامه اذاهانودتير ايستلوپه خاطرډول ډول پلانونه اودسیسي په کاراچولی چي یوه یې هم دانتخاباتوپه نوم هغه امریکایي پروسه ده چې نن سباورته ټولې غربي رسنۍ په کمپاین لګیادي اودترسره کولولپاره یې په زیاتواقتصادي لګښتونوبرسیره پراخې پوځي هلي ځلې هم په کار اچول شوې،چې په هلمندکې دنیږدې لسوزروامریکايي اوانګلیسي عسکرو پوځي عملیات يې دنمونې په توګه دیادولو وړدي.
افغانان به څرنګه داسې پروسه افغاني پروسه وبولي چې ددوﺉ دټولوملي روایاتوخلاف هغه دامریکایانو په مستقیمه پوځي ،تبلیغاتي اومالي مرسته پرمخ بیول کیږي ،طرح ریزي یې دامریکایانوله خوا ،تمویل یې دامریکایانوله خوا،دامنیت تأمین یې دامریکایانو ،اودمراقبت اوڅارنې ټولې چارې یې هم دهغوﺉ له خوا ترسره کیږي. دابه دکوم منطق له مخې افغاني پروسه و بللی شي چې یواځې په یوه ولایت کې دعملي کوله لپاره لس زره بهرني عسکر وته اړتیا لیدل کیږي ؟
دکوم استدلال له مخې هغه انتخابات چې دکاندیدانورسمي مشاورین یې امریکایان وي افغاني انتخابات بللای شي؟
څلور کاله مخکې چې دهمدې شانې یوې امریکايي پروسې په نتیجه کې کرزی واک ته ورسیدو هغه ترکومه حده دافغانانودردونه دواکړای شول؟
د دغه په اصطلاح منتخب ولسمشر په تیره څلورکلنه انتخابی دوره کې امریکایانو په افغانانو کومې کړنې نکړې ترسره اوده یې په مقابل کې څه وکړای شول؟
په بیچاره ولس بي رحمه بمبارد،بدامنۍ،اداري اواخلاقي فساد،د پردی کلتورترويج ،داشغالګروځواکونو زياتوالی ،دڅرخی پله په زندان کې دبي وسه بندیانوډلیزشهادت ټول دهمدغې تورې دورې زیږنده دي،او داقتصادپه برخه کې خویې هغه نه هیریدونکی خدمت وکړچي دهیواد په تاریخ کې په لومړي ځل افغانانو له لوږې خپل خواږه اولادونه دیوې ګولې ډوډۍ دپاره په پیسوخرڅ کړل ،اوګڼ شمیر هیوادوال دوښوخوړلوته اړشول.
داځلې چې بیا هماغه لوبه دتکراریدوپه حال کې ده ؛ دافغانستان اسلامي امارت دغه امریکايي ډرامې ته دهغوﺉ دنوروپوځي اوسیاسي ناکاموهڅوپه سترګه ګوري اودهغې دشنډولو اوناکامولولپاره مؤمن ولس اوسرتیرومجاهدینو ته لاندې ټکي ابلاغوي :
1- ټول افغانان باید دخپل اسلامي اوافغاني احساس له مخې له دغې تیرایستونکې امریکایې پروسې سره په بشپړه توګه مقاطعه وکړي ، دخپلې واقعي خپلواکۍ دترلاسه کولوپه غرض دجعلي ټول ټاکنو دمرکزونوپه ځای دي دجهاد سنګرونوته ولاړشي دمقاومت اوجهاد په وسیله دي له ټولواجنبي غاصبینوڅخه خپل غصب شوی حق ترلاسه کړﺉ .ځکه په دغوټاکنوکې ګډون کول له یرغلګروامریکانوسره ددوستۍ،مرستې اوپه افغانستان باندې دهغوﺉ دیرغل دمشروعیت په معنی دی ،اوله دغوكافرانوسره ددوستۍ په هکله الله تعالی فرمایې : ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ )”مائده 51″
ژباړه : اي مؤمنانو! یهودیان اونصرانیان په دوستي مه نیسئ ، دوﺉ خپلوکې یودبل ملګري دي ،اوله تاسویې چې څوک په ملګرتیانیسي نوهغه هم له دوﺉ شمیرل کیږي،بي شکه الله ظالم قوم ته هدایت نه کوي .( المائده 51 ايت )
بل ځاي فرمايې ( بَشِّرِ الْمُنَافِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَاباً أَلِيماً O الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ العِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعا ً (النساء 138 و139″ايت ) ژباړه : منافقانوته زيرى وركړه چې دوﺉ ته دردناک عذاب (ټاکل شوی )دی ،هماغه کسان چې له مؤمنانوپرته کافران په دوستي نیسي ، ایا دهغوپه خواکې عزت لټوي ؟ حال داچې عزت خوټول الله جل جلاله سره دی.
همداتش په نامه منتخب حکومت په خپله خوله له اشغالګروکفاروسره په دوستی اومرسته اعتراف اوفخرکوی اوپه خپل مظلوم اوبیچاره ولس باندی په ټولوظلمونواوجنایاتوکې له دغوبهرنیوبادارانوسره څنګ په څنګ ولاړاوشریک دي اوبیابه هم همدي ظلمونوته دوام ورکوی نوكه څوک په انتخاباتوکې په برخه اخستلوسره دوی ته کومک رسوي نودابه له ظالم سره په ظلم کولوکې مرسته وي او له ظالمانوسره دمرستې په هکله رسول اکرم صلی الله علیه وسلم داسې فرمایي: من أعان ظالماً على ظلمه جاء يوم القيامة وعلى جبهته مكتوب آيس من رحمة الله” (رواه الديلمي) ژباړه : څوک چې له ظالم سره دهغه په ظلم کولوکې مرسته وکړي دقیامت په ورځ به دحشرمیدان ته په داسې طریقه حاضرکړای شي چې په تندي به یې لیکل شوي یې : داسړی دالله له رحمته نا امید دی . داحديث شريف ديلمي روايت كړی دی.په يوبل حديث كې له عبدالله ابن مسعودرضی الله عنه څخه روایت دی: (من أعان ظالما على ظلمه سلطه الله عليه)، څوک چي له ظالم سره دهغه په ظلم کولوکې مرسته کوی الله تعالی به هغه ظالم په ده باندی مسلط کړی .
2- ټول مجاهدین دي په کلکه سره ددې ناولې پروسې ناکامۍ ته متوجه شي، ددښمن په مراکزودي عملیات وکړي،خلک دي په انتخاباتوکې له ګډون کولومنع کړي،اوترټاکنو یوه ورځ مخکي دي ټولې وړې اولویې لارې دټولودولتي اوملکي نقلیه وسایطوپرمخ په بشپړه توګه بندې کړي اوخلك دي خبركړی .
دافغانستان اسلامي امارت
-۱۴۳۰/8 / ۸هـ ق ۲۰۰۹/۷ / ۳۰م