وحشي لېوان را پسې ګرزي د مرګ
زما د زنې خاله و مې نه خوري
تر زړه دي ځار شم ماته مينه راکړه
چې دا څلور دېواله و مې نه خوري
—
تر ډيلي لاړ شه ټوله سيمه واخله
د هر يوه تخت دي هم ستا وي اشنا
يو په تندي کې ګونځي مه راوله
زما د زړه تخت دي هم ستا وي اشنا
—
ستا د زړګي دنيا وړه ده، که نه
له دې نه پرته بل مکان نه لرم
ستا په همدې دنيا کې شپې تېروم
زه هغه څوک يم چې جهان نه لرم
—
له لمانځه پس چې کله لاس پورته کړم
د خداى په لوري چې دعا لېږمه
يو څو خبرې بس د ځان لپاره
نورې خبرې په کې ستا لېږمه
—
دا چې زه څه لېږم د خداى په لورې
دا چې زه غواړم کوم جواز جانانه
ستا پر بدن داسې غوږونه نشته
چې باندې واورې دا اواز جانانه
—
چې هلته ليري چيرته ډز پورته شي
لکه هوسۍ غوږونه څک ونيسم
سل اندېښنې مې په زړه ځي او راځي
له خندا دواړه شونډان کلک ونيسم
—
دا اندېښنه په کې تر ټولو زور وي
نه چې ګلاب مې رژېدلى نه وي
دا د ټوپک تر خولې وتلى خزان
زما د ګلاب په لورې تللى نه وى
—
ستا په تندي زما نظر پاته وي
کله چې هم په ژوند کې سا اخلمه
ليک خو مې نه وي زده چې ويې لولم
لکه تصوير ځنې معنا اخلمه
—
نو اى زما د ژوند شېرين ملګريه
لږ خو و سترګو ته ړنا راوله
لږ په ړنو سترګو راګوره ماته
ستا ټول غمونه خداى په ما راوله
—
تر ډيلي لاړ شه ټوله سيمه واخله
د هر يوه تخت دي هم ستا وي اشنا
يو په تندي کې ګونځي مه راوله
زما د زړه تخت دي هم ستا وي اشنا