کور / علمي / ګاڅونه ( ګاتهونه،ګاتونه )دافغاني فرهنګ يوه لرغونې پانګه

ګاڅونه ( ګاتهونه،ګاتونه )دافغاني فرهنګ يوه لرغونې پانګه


 


ګاڅونه دپښتون روحاني مشر سپین تمان زردښت دمذهبي سرودونو هغې مجموعې ته ویل کیږي ، چې داوستا تر ټولولرغونې برخه جوړوي ګاڅونه په اوستایي الفبې په بڼه لیکل شوې ده که څه هم دغه سرودونه په زړه پهلوي کې دګاثونو په شکل لیکل شوې خو د ( دګاتهـ له تلفظ څخه ښکاري ، چې دا هماغه د ( ګاڅ ) د اصلي تلفظ اوښتی شکل دی ځکه نوموږ په دغه لیکنه کې له ګات ، ګاتهـ ، ګاث اوګاڅ څخه وروستی هغه غوره کوو ځکه تر ټولو دقیق تلفظ په نظر راځي .


معاصر ژبپوهان او د تاریخي – مقایسوي ژبپوهنې متخصصین باور لري ، چې ، پښتو تر ګردو هندو اروپایي ژوندیو ژبو څخه ډیره اوستا ته نږدې ژبه ده او مخامخ ورسره ارتباط لري دوی په خپل نظر تردې حده ټینګار کوي ، چې که هر څوک غواړي اوستا زده کړي ، یا یې وڅیړي نو هرو مرو ښايي اول پښتو زده کړي . له همدې امله زموږ په فکر پښتنو لیکوالو او څیړونکو ته دا په زړه پورې او د اشنايي وړ مسله ده ، چې داوستا په یوه خورا مهمه پانګه یعنې ګاڅونو خبر شي . ګاڅونه په ټوله اوستا کې هم هنري ارزښت لري او هم د منځپانګې له نظره فکري او تاریخي بډایه زیرمه ګڼل کیږي .


لکه مخکې ، چې ورته اشاره وشوه ګاڅونه زاړه زردښتي سرودونه دي ، چې خپل ځانګړی وزن لري . ددغوسرودو قطعات په څپیزو خجیزو ټوټو ویشل کیږي ، چې د پښتو ژبې له وزنې سیستم سره پوره ورته والی لري . ټول ګاڅونه ۱۷ هایې ( فصلونه ) ۲۳۸ قطعې ۸۹۶ شعرونه او ۵۵۶۰ کلیمې دي ( پور داود – ګاتها – چاپ بمبئ ) .


ګڼ فصلونه پیل او پای نه لري ا و ښکاري ، چې یو شمیر سرودونه دتاریخ له حافظې څخه هیر شوي دي .


کلک شواهد وجودلري ، چې ټول ګاڅونه د زردښت خپلې ویناوې دي ، چې دهغه دمریدانو له خوا را غونډ شوي دي ځکه په ګڼو قطعاتو کې دی پخپله دلومړی متکلم شخص په توګه نور مخاطبوي .


دزمان له پلوه دګاڅونو دلیکلو نېټه پخپله دزردښت د ژوند د زمان په څیر دابهام په ګردونو کې پټه ده . پور داود څه کم اتیا کاله وړاندې دګاڅونو په هغې مجموعې کې ،چې په بمبئ کې چاپ شوې ده .


له یوناني مورخینو څخه نقل کوي ، چې په یوه روایت ۱۰۸۰ کاله ترمیلاد مخکې زردښت ژوندی واو دګاڅونو سرودونه هم په همدې کلونو کې رامنځ ته شوي دي ( ۲۶مخ ) نوموړی داهم  رانقلوي ، چې زردښت په بلخ کې زیږیدلی او همالته یې خپل عقیدوي او فلسفي افکار خپاره کړي . نوموړی په پوره انصاف دخپل کتاب په ۲۲ مخ کې لیکي ، چې : « زردتشت …. خود را در گاتها زرتشتر مينامد وگاه نيز اسم خانواده را كه سپیتمه باشد افزوده ، میشود زرتشتر سپیتمه (   ) این اسم اخیر را امروز سپنتمان ویا اسپنتمان گويم ظاهرآ معني آن از نژاد سفید و یا خاندان سفید باشد »


سپین تومن له دوو پښتوکلماتو څخه جوړشوی صفت دی ،چې دهغه دواړه سپین ( سفید ) تومن ( نژاد ) اوس هم معمول او ژوندي کلمات دي . ګاڅونه ،چې  په پینځه ګونو ګاڅونو هم ویشل شوي دهرګاتا نوم دادی : اهنود ، اشتود ، سپنتمد ، وهو خشتر او وهیشتواشت .


دلته به ښه وي ، چې له ګاڅونو څخه څوقطعې په پښتو راوژباړم ، البته دیادونې وړ ده ،چې دغه څو قطعې په ازاده توګه ژباړل شوي دي او هیڅکله ټکی په ټکی ژباړه نه ده : 



اوهاغسې چې دلومړۍ ورځې په ژمنه کې حکم وشو ، څښتن به له دروغجن اوریښتیا پال سره وړ چلند وکړي همدا راز له هغه چاسره ، چې کړنې یې دبدیو اوښېګڼو ګډوله وي ،هم حساب کیږي ، چې څومره یې سم او څومره یې ناسم دي


( اهنود ګاڅ یسنا ۳۳ – ۱ )



هغه څوک ، چې له دروغجن سره پخپله ژبه یا فکر یا لاسونو وجنګیده او یا یې خپل ملګري دنیکۍ دین ته راوبلل هغه به دمزدا اهورا خوښې دخپلې ژغورنې لپاره راوپاروي ( اهنود ګاڅ یسنا =۳۳ ۲)  خو هغوی ، چې دبد کرداره واکمنو فرمانونه مني ، د هغوی کارو خیال وایمان توراو تباه دی ، ارواوې په دوزخي وهم پردروغجن راځي او د درواغو په دنیا کې به تر ټولو اول ځای د دوی وی . سپنتمدګاڅ ۱۱



کومې خاورې ته ورشم ، چیرې ځان پناه کړم ؟ مشران او لارښوونکي دې له ما مخ واړوي او له بزګرانو هم خوشاله نه یم ، د ښار له واکمنو څخه هم خوابدی یم ، چې دروغ پلوي دي نو اې مزدا تا به څنګه خوشاله کړم ؟


اشود ګاڅ یسنا ۴۶- ۱