په يوه راډيو کي د ادبي خپروني پروډيوسر وم. يوه ورځ زموږ ايډېټر راغی او يوه نوې چاپ شوې شعري مجموعه يې راکړه، ويل ددې کتاب په باب په خپرونه کي يو ګردی مېز جوړ کړه، ځوان شاعر دی ښه دی تشويق به شي.
ما چي د کتاب پر پښتۍ د شاعر ژوندليک ولوست نو عمر يې ( ٦٠ ) کاله و، دا چي په اصطلاح ځوان شاعر د ايډېټر شخصي انډيوال و، نو زه هم مجبوره وم چي هغه په خپرونه کي د ځوان شاعر په نوم معرفي کړم. تر خپرونې وروسته څو نفرو ټليفونونه راته وکړل، ويل دا خو زوړ سړی دی او تاسي د ځوان شاعر په نوم معرفي کړ، ما ورته وويل چي يو خو يې شعرونه د ځوانۍ د زمانې دي او بل نو داسي باغي او مسته شاعري يې کړې ده چي ځوانان يې په څپلۍ پسي هم نه شي رسېدای.
د بلې اوونۍ د خپروني لپاره زموږ ايډېټر يوه بله شعري مجموعه راوړل، ويل دا کتاب په خپرونه کي معرفي کړه، ځوان شاعر دی دايې لومړۍ شعري مجموعه ده، ښه دی و به هڅول شي. د کتاب پر پښتۍ چي مي د شاعر ژوندليک ته وکتل نو عمر يې اتلس کاله و. حيران شوم چي ( ٦٠ ) کلن شاعر خو مي په ځوان معرفي کړ اوس دا شاعر په کوم نوم معرفي کړم؟ تر ډېر چورت وهلو وروسته مي په زړه کي راوګرځېده چي دې شاعر ته نازوکړی شاعر ووايم .