کور / تازه خبرونه / طالبانو د کابل د حکومت سره اوربند ومانه

طالبانو د کابل د حکومت سره اوربند ومانه

د شپيګل «ان لين» څخه
ولسمشر حامد کرزی هیله مند دی، چې دغه به د یوه مودل شکل پيدا کړي.


د افغانستان حکومت د طالبانو سره په شمال لوېدیز کي د اوربند معامله وکړه. موخه داده، چې د ولسمشرۍ ټاکني په دغو څلورو اونیو کي بېله کوم زور ځواکي سر ته ورسي.


طالبانو قبوله کړې، چې د بادغیس په ولایت کي دي د ولسمشرۍ  نوماندان خپلي ټاکنیزي غونډي وکړي. په دغه مهال کي به حملې نه کېږي.


د ریارست جمهورۍ یو ویاند دغه خبر په دغه دوشنبې ورکړ، دغسي قرارداد په افغانستان کي پخپل ذات کي بېخي یوه نوې طرحه ده. په لومړي پړاو کي موده نه ده ورته ایښول سوې. د ریاست جمهورۍ ویاند وویل: موږ و دغسي یوه اوربند ته تر هره مهاله چې اعتبار لري ښه راغلاست وایو. 


اوسنی اوربند ئي په بادغیس کي یو مودل د نورو ولایتو لپاره وباله، حکومت ورپسې دی، چې په نورو ولایتونو کي عیني رقم کار وکړي. په دغه سره به امنیت د ولسمشرۍ ټاکنو په نورو ولایتونو کي تر ۲۰ مه پوري د اګست ټینګ کړي. تر هغه مهاله چې طالبان اوربند مات نه کړي، پر دوى به حملې ونسي. دوى هم کولاي سي چې په ټاکنو کي برخه واخلي.


طالبانو نن د ورځي په اوږدو کي د جمهوري رياست لخوا د اوربند خبره رد کړه .