په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره په افغانستان کې د انتخاباتو او امنیتي مسایلو ترڅنګ د امریکايي ځواکونو د روانو عملیاتو په اړه د پاکستاني چارواکو اندیښنې راخستې او د هغې په اړه يې بیلابیل مطالب خپاره کړیدي.
په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې ترې چمتو کړې دې.
ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې پاکستان په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو روان پوځي عملیات نه خوښوي.
ورځپاڼې په دوام کې د یو پاکستاني چارواکي په حواله لیکلي دي، چې په هلمند ولایت کې روان پوخي عملیات طالبان پاکستان ته ټیل وهي او دا به د اسلام اباد پر امنیتي وضعې بده اغیزه وکړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغان دولت او وسلوالو مخالفینو ترمنځ د سولې په خبرو تبصره کړې او د امریکا د ځانګړي استازي څرګندونو ته په اشارې لیکلي دي، چې له انتخاباتو وروسته دا بهیر باید په جديتوګه تعقیب او د سولې او پخلاینې لپاره لا نورې هڅې وشي.
هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې افغانان د انتخاباتو په درشل کې دي، خو غواړي، چې دا انتخابات په شفافه او عادلانه توګه ترسره شي.
ورځپاڼې په یو مطلب کې د ګوانتانامو په زندان کې د ساتل شوي یو افغان ماشوم په برخه لیک تبصره کړې، چې د ورځپاڼې په وینا لا هم روښانه ندې.
په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د کرنې په اړه په یو مطلب کې دا سپارښتنه هم شوې ده، چې بزګران باید وهڅول شي، چې د کوکنارو پر ځاې زعفران او سویابینو ته مخه کړي.
اراده:
دې خپلواکې ورځپاڼې بیا په هلمند کې د روانو عملیاتو په اړه د پاکستاني چارواکو اندیښنې بې ځایه بللې او لیکلي دي، چې هالبروک هم هغې ته چندانې اهمیت ندې ورکړې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې مسئله راخستې او لیکلي دي، چې کتونکو له مخې نه دا ویلي وو، چې د ځواکونو په زیاتولو سره مرګ ژوبله به هم زیاتیږي.
ورځپاڼې په یو مطلب کې دا خبر ورکړې، چې د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو او طالبانو اوربند کړې او د انتخاباتو د دفترونو د خلاصولو په ګډون په دریو مسئلو موافقه کړې.
ورځپاڼې په د وام کې لیکلي دي، چې د حلقوي سړک د جوړولو د کار دوام او د پراختیايي پروژو پلې کول د موافقې پاتې دوه موضوع ګانې دي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د کاندیدانو انتخاباتي مبارز ته کتنه کړې او پر دوی يې دا انتقاد کړې، چې تراوسه پورې يې هیڅ یوه داسې طرحه نده وړاندې کړې، چې پر ملي ګټو ولاړه وي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د لوږې مسئله څیړلې او د اقتصادي ودې لپاره د مناسبو پروګرامونو نا موجودیت ته په اشارې لیکلي دي، چې دیر د شرم ځاې دې، چې په یویشتمه پیړۍ کې هم خلک له لوږې مري.
ورځپاڼې په یو مطلب کې دا هم لیکلي دي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځي اډو او د خپلو کاروانونو د خوندي کولو لپاره خصوصي ساتونکي ګماري.
اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بیلابیلو مطالبو کې د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي دي.
انیس پخپله سرمقاله کې د ترورزم په خلاف د روانې مبارزې رښتینې تعریف غوښتې دې، څو له مخې يې دا مبارزه پرمختګ وکړي.
خو اصلاح بیا په افغانستان کې د ماشومانو روان حالت څیړلي او کارګرو ماشومکانو ته يې د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې له امریکا نه غوښتې دي، چې په افغانستان کې له یو واحد کاندید څخه د ملاتړ لپاره خپل دریځ روښانه کړي.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي، سره له دې، چې امریکا خپل ناپیلتوب اعلان کړې خو دا مسئله کولې شي روان بهیر ته زیان واړوي او ځینو کړیو ته د بلوا موقع برابره کړي.
ورځپاڼې د انتخاباتو په اړه په یو جلا مطلب کې بیا دا پوښتنه کړې، چې د افغانستان راروان انتخابات په کومو معیارونو ترسره کیږي، ځکه د ورځپاڼې په وینا بهرنیان انتخاباتو ته پیسې ورکوي، امنیت يې نیسي، له ځینو کاندیدانو سره ګوري او هره شیبه کولې شي د هغو په وړاندې ستونزې وځیږوي.