کور / تازه خبرونه / د خوست پرونيو بريدونو ١٤ کسه وژلي دي

د خوست پرونيو بريدونو ١٤ کسه وژلي دي

په خوست کي شپږو ځانمرګو بريد کوونکو ١٤ کسان ووژل چي د چارواکو په وينا ١١ تنه يې ملکي کسان دي.


د کورنيو چارو وزارت وايي په خوست ولايت کي د پروني ډله ايز ځانمرګي بريد له امله يوازي درې افغان پوليس وژل سوي دي.


د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي د خوست پر امنيه قومنداني باندي اوو طالب وسله والو حمله کړې وه چي درې پوليس او ١١ ملکي کسان يې ووژل.


د بشري په وينا په دې حمله کي د طالبانو اووه سره وسله وال کسان ټول د پوليسو او پوځيانو په متقابلو ډزو وژل سوي دي، خو د ملي دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي وايي په دې حمله کي ١٥ طالبانو برخه اخيستې وه چي اته تنه يې تښتېدلي دي.


د خوست پر امنيه قومنداني باندي د پرون غرمې بريد په يوه اونۍ کي دوهمه ډله ايزه حمله وه چي د طالبانو له خوا ترسره کېده، طالبانو تېره اونۍ د خوست په ګاونډ پکتيا ولايت کي هم دې ته ورته حمله کړې وه، چي حکومتي ځواکونه يې څو ساعته له ننګوني سره مخ کړي وو.