کور / تازه خبرونه / حامدکزى: د امن جرګه بيا جوړوم

حامدکزى: د امن جرګه بيا جوړوم

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي يو ځل بيا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د امن جرګې د جوړېدو خبره راپورته کړې ده.

ولسمشر کرزي پرون په کابل کي يوې انتخاباتي غونډي ته په وينا کي ويلي چي که دوهم ځل د افغانستان ولسمشر مقرر سي دى به ضرور د پاکستان او افغانستان ترمنځ د امن جرګه جوړه کړي او د ملي منافعو په خاطر به د حزب اسلامي او طالبانو استازو ته هم په دې جرګه کي د برخي اخيستو بلنه ورکړي.

د امن جرګه د امريکا د پخواني ولسمشر جارج بوش، افغان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف له خوا په واشنګټن کي د يوې ګډي ليدني پر مهال د بوش له خوا وړاندي سوه چي په ٢٠٠٧ کال د اګست پر نهمه يې په کابل کي لومړۍ ګډه غونډه جوړه سوه، چي ګډونوالو يې وويل له ډيورنډ کرښي څخه به يوې او بلي غاړي ته مېشت قومونه وسله والو طالبانو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

 ټاکل سوې وه چي د دې لړۍ دوهمه غونډه په پاکستان کي جوړه سي، خو د نامعلومو وجو له امله په يوه او بله پلمه هېره سوه.

حامد کرزى په داسي حال کي دوهم ځل د امن جرګې د جوړېدو ژمنه کوي چي د ډېرو افغانانو په نظر لومړۍ يې ناکامه سوې ده او دوو کالو تر تېرېدو وروسته هم د لومړنۍ جرګې د مثبتو پايلو څرک نه دئ لګېدلئ.

هغه مهال هم ډېرى افغانانو دا جرګه د طالبانو او اسلامي حزب له ګډون پرته بې معنى بللې وه، او اوس هم افغان تحليلګران دې جرګې ته د بوش، مشرف او کرزي د ناکامه حکومتونو د يوې بې نتيجې هڅي په سترګه ګوري.