د افغانستان په شمالي ولايت کندز کي له طالبانو سره په يوه نښته کي دوه امريکايي عسکر وژل سوي دي.
په کابل کي د امريکايي عسکرو ويندوى په کندز کي جنګ تائېد کړى او وايي ٢٠ کسه طالبان هم پکښي وژل سوي دي.
بلي خواته په کابل کي د ناټو قومنداني وايي د جمعې په ورځ يې په ختيځ افغانستان کي يو عسکر د طالبانو په يوه بريد کي وژل سوئ دئ. په خبرپاڼه کي چي د شنبې په ورځ د ناټو له قومندانۍ څخه خپره سوې د وژل سوي عسکر هويت او د پېښي ځاى پټ ساتل سوئ دئ.