د کندز ولايت په يوه مسجد کي چاودني ١١ تنه ووژل، چي څلور يې کوچنيان او پنځه تنه وسله وال طالبان په ګوته سوي دي.
د چين د زينهووا آژانس د يوې سيمه ايزي ورځپاڼي په حواله وايي پېښه هغه وخت رامنځته سوې چي په وسلو سمبال طالبان جومات ته ننوتل او ناڅاپه د ماين يوه درنه چاودنه وسوه.
د کندز چارواکو دغه پېښه تائېد کړې، خو دا يې رد کړې ده چي په ګني په دې چاودنه کي د حکومتي کړيو لاس دئ.