کور / تازه خبرونه / حامدکرزی، ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله تلويزوني مناظرې ته حاضريږي

حامدکرزی، ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله تلويزوني مناظرې ته حاضريږي

 

دا دی تر ډېرو اوازو وروسته ولسمشر کرزي ومنله چې له خپل غښتلي سيال ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله سره تلوېزيوني مناظرې ته حاضر شي. دا مناظره به د پنجشنبې په ورځ ، ياني د اسد د مياشتې پر لومړۍ نېټه،  د شپې له اتو څخه بيا تر لسو بجو پوري له طلوع او لمر تلوېزيونونو او  ارمان ايف ايم راډيو څخه خپره شي.