ستا په هِجرمي له سترګو خونبار راغی
لکه پوځ د غليم، پټ په یلغار راغی
څو يې وس رسي پرهيڅ يې صرفه نسته
خړ ليوه مي بيا رمې ته په ښکار راغی
چي يې وکوت شين چمن ګُلګون په وينو
مست بُلبل له ګلستان په چغار راغی
چي فتنو دغمازانولارسپره کړه
هر پردی جِن وبلا په تلوار راغی
په زرګونو جنازو يې زړه سوړ نه کړ
رقيبانو ته د وينو خومار راغی
د اشنا به څه احوال وي لويه ربه؟
بيا رويبار په تېغ ويشتلئ، افګار راغی
اوس به څه خاوري، ايرې پر سر شيندمه
چي ګُلشن ته مي لښکر د اشرار راغی
خدايه شنې ډډوزي وختې له زړه مي
چي له مځکي او اسمانه انګار راغی
د نصيب کاتب مي برخه کي غم کښلئ
چي سبا، بېګاه مي کور ته ناتار راغی
د مېړو په دود چاره ګوره هارونه !
څه به ډارکړې،چي وطن ته ښامار راغی