کور / د ډيورنډ کرښه / موږ خو سم پټانان يو

موږ خو سم پټانان يو

محيب الله رحمتي

مازديګر مي د دوكان كارونه تمام او د پلورلو شيان سره سم كړل. د اخيستونكو لپاره مي پوره تيارى ونيو. په خپلو كارونولګياوم چي دوې مېرمني يوه پخه او يوه سپين سرې له دوو ماشومانو سره چي جنكۍ وې او عمر يې هم له اتو تر لسو كلونو پوري اټكل كېداى شواى راننوتلې. له سلام وروسته په دوكان كښي ورګرځيدې. له خبرو داسي ښكاره شوه چي مور او لوراني دي. په هندي يې خبري كولې او د هندوستان وو. د خپلي خوښي څيزونه يې راواخيستل. له بيي ويلو وروسته سره جوړ راغلو. د بيل په ليكلو شوم د نوم ځاى ته چي راورسېدم پوښتنه مي ترېنه وكړه:
– نوم مو څه ده ؟
-وليكه زكريا خان.
-تاسو خانان ياست. يعني پښتانه ياست .
– هو، موږ پټانان يو. د ډيلي پټانان.
– ماشا الله! څومره ښايسته او ګلالي ماشومان دي. څه نومېږي ؟
ښې بيداره جنكۍ وې. دستي يې وخندل مېز ته رانزدې سوې :
– زما نوم عادله او د هغې نوم فريده.
مور  يې سترګي وربرګي كړې ورته يې وويل :
– زويه! سړى خپل پوره نوم اخلي. كاكا ته خپل پوره نوم ووايه .
-زما نوم عادله خان او هغه فريده خان ده .
– شاباش افرين. تاسو خو مي خپل سواست. زه هم خان يم. پښتون يم چي تاسي ورته پټان واياست . تاسي هم پټانان ياست .
جنكو سره وخندل. مورته يې وكتل. انا يې وويل :
– موږ د هندوستان پټانان يو. قبيله مو سوري ده. پخوا تللي يو د شېر شاه سوري له كورنۍ څخه يو. نور مو هر څه بدل شوي دي. يوازي دا نوم راپاته دى. مشران مو وايي چي د ماشومانو له هر نامه سره بايد د خان تورى وكاروئ. تر څو خلك مو وپېزني چي موږ خانان يو او خپل اصل نسب هېر نه كړو.
ماشومي ته مي وويل :
– اوس نو موږ او تاسو سره خپلوان يو .
نه دې وړي نه دې راوړي وې خندل. دا خبره لږ عجبه ورته ښكاره شوه. مورته يې وكتل بيا يې وويل :
-نه، نه. موږ سم خانان يو. تاسو غوندي پټانان نه يو.
-ولي-ولي؟ څه پروا لري تاسي هم پټانان او خانان ياست موږ هم يو .
– نه كاكا داسي نه ده. موږ ارام او سم خانان يو. تاسو چي ياست دا كالي چي مو اغوستي دي قوي او غټ خانان ( سټرانګ) خانان ياست. موږ تاسو غوندي نه يو.
– دا نو څه پروا لر ي؟ كه زورور يو كه كمزوري؟ خو ټول خانان يو?
– نه كاكا داسي نه ده. موږ دي خداى تاسي غوندي نه كوي. موږ سم پټانان يو تاسي خو زورور ياست. جنګونه كوۍ خلګ وزنۍ. موږ تل په تلويزون كښي وينو چي خلك مړه كوئ. لوي ږيري، پټاني كالي. لونګۍ مو تړلې دي. تاسو طالبان ياست. موږ ته په ښونځي كښي ټول شاګردان وايي ستاسي پټانا ن داسي ظلمان دي. له خلكوسرونه پرېكوي. ښونځي سوځي.
– ټول پټانان داسي نه دي.
-نه،نه. موږ يې نه منو. تاسي پټانا ن چي كالي اغوندئ او ږيري لرۍ زورور ياست. ډېر ظالمان ياست. خلك وزنئ. موږ نرم پټانان يو جګړې نه كوو. ظلمونه نه كوو. موږ  خو سم پټانان يو. موږ ښونځي ته ځو درسونه وايو او تاسو ښونځي سوځئ ا و درسونه نه واياست.
– پر دې مهال يې انا وخندل. ماته يې مخ رااړاوو:
-په ډيلي كښي پر پټانانو او طالبانو ډېري خبري كېږي. يوه ورځ په ښونځي كښي چا ورته ويلي و چي تاسي پټانان ظالمان ياست خلك وژنئ. دې ورته ويلي و چي موږ له هغو پټانانو نه يو. هغه ډېر پياوړي (سټرانګ ) پټانان دي. كله چي كور ته راغله ما ته يې وويل. موږ خو د افغانستان او پاكستان پټانان نه يو. سم خلك يو جګړې نه كوو .
په دې مهال يې تلويزون ولګاوو. تصادفاً د افغانستان او د طالبانو خبرونه خپراوو.

پاى

تبصره نسته

1. فه سلامونو مو ويارم ايا ستا سو زوندي يعني جت لري او كه نه

2. سلام عليكم
ستاسو كيسه به زره بوري ده

3. ګرانه ګل افغان صيب سلامونه كولاي شئ په دي پته اړيكي ونيسيږئ hrg.wall@yahoo.com

4. سلامونه ياره ډيره خونده وره كيسه دي ليكلي ديه ريښتيا هم دي زماني په موږ ډيري ملنډي ووهلي او تورو پردو كرغيړنو لاسونو زموږ تاريڅ وپلورلي ،
تراوسه لا دغه دړانده او كاڼه ږيره ور او ورسره ږيره خريلي چي دپردو له غلامي پرته نوركوم هدف نه لري ونه پوهيدل چي ځه كوي او پركومه روان دي
دادپند خبره ده چي كوچني ماشومان هم چي پښتانه دي له پښتنوالي پيشمانه دي نورخولا ځه كوي
خداى دي وكړي چي يو ه ورځ راشي اوپښتون يو ځل بيا دتاريخ پياوړي څيره اواتل شي ، انشاالله

5. سلام!
زه د امریکا اوسیدونکۍ یم او هر کله زما د امریکایانو او داسو نورو سره شخړه یی چی ټول پښتانه کسابان، غله، رشوتخور، او ظالمان نه دی. خو کله چي تلويژوني او داسي نور خبرونه ووينم زه پخپله شکي سم.

6. Dear Brother,
Sorry that i don't have Pashto font in my PC right now, but nayhow the story you wrote is really something we face now, some times i can't make others agree what exactly poshtons are, and this is really because of our stupied and sold leaders and their partners.

with kind regards,
pa dranakht
Nasseeb

7. محترم ګيلانوال صاحب، دا سمه ده چي پښتانه دمشرتابه له بحران سره مخامخ دي. خو هندي مطبوعات عينأ دپښتنو پر ضد داسي تبليغات کوي لکه امريکا او نور غربي هيوادونه.
څومره قبيلوي او طبقاتي وحشتونه پر ښځو ظلمونه چې په هند او لوېديځه نړۍ کې سرته رسيږي پښتانه غريبان يې تصور هم نه شي کولای.

8. ګرانه اجمل جانه له واشنګټن ځخه
سلامونه
ګرانه موږنه نړيوالوراپيښه كړيده .موږونه سو كولاي خپل تاريځ دراتلونكي مشال وګرځه وو دهغو په رڼاكي راتلونكي وټاكو.
تاسوخولري ياست دلته افغانستان اوپاكستان كي افغانان په داسې ژبي سمتي او مذهبي كيرغيړنو لاروروان سويدي چي حيران به پاته سي حتي لوي مشران هم له خپل تاريخ نه كومه خبرتيا نه لري ،
موږته په كارده چي افغانيت وپيژنواو افغاني خويونه چي سرلوړي ژند پاك دامني او صداقت دي راژوندي اوپلي كړو .
هر افغان كه سرلوړي ژوند غواړي نو دي په خپلوخويونوكي ريښتني پښتنواله اوفغانيت راژوندى كړي .
موږپه ښوخونيو ميړانواوړورتوب سره صداقت ايمانداري سره تاريخ ګټلي دي نه په وينو تويه ولوسره .
له ټولوهيوادوالوزما غوشتنه داده چي :
په ورځني ژوند كي افغاني خويونه راوژوندي كړي چي دډيروترځنګ داځودنموني لپاره وړاندي كوم :
– په ريښتني ډول په لوى خداي ج توكل درلودل
-انساني خويونه راژوندي كول .
– له درواغو – بي ايماني – غلا – چل پريب دوكي – چغل بازي – منافقت اونوروناوړوخويونو ځان لري ساتل .
– ريشيا ويل – صداقت ايمانداري كول – په هر ه ناست ولاړه خبروكي په ځان باور له ناوړوكارونو سره پريكړو ن اوورباندي شرميدل –
– همداسي نورښه انسان دوستانه خويونه په ځآن كي رازوندي كول او پلي كول كولاي شي خلګو دپښتنو ريښتيني ځيره وړاندي شي .
هيله ده زموږ ټول پښتانه وروڼه افغاني خويونه اوپښتنوالي راژندى كړي په دره ناوي سره رحمتيار

9. ها ها ها….په ریشتیا چې هر څوک مو پیژني خو یوه
خبره شته هغه دا چې موږ خپل ځانونه نه پیژنو.
زه پخپله په ترکیه کې چې د یو چا سره پیژندګلوي کوم …ماته وایی چې څوکی یی؟ …………. ……….فرید له افغانیستان نه.
نور زه لاس تر زنه ورته ناست او دی پخپله د پښتنو تاریخ ، امپراتوروالي او تکړهوالي راته ټکی په ټکی وایي دا ځکه دوی ته په ښوونځۍ کې ورشودل کیږي.
په اخیر کې د پښتنو د یووالي ، پوهوالي او د راویښوالي په هیله . مننه

10. khudai di hidayat rata waki wa tolo pushtanota pashtna chidi kamniata aw bai talima di sal kala worsta ya ham walaka sam kai

11. viagra z?¤Mp—B_J,buy viagra online ”<Ґ8C(f], viagra 100mg ›Bqd1p=vЁ’,buy viagra online 3M,^z„OS,cheap viagra o“,Ђ1†H†”,viagra 100mg ›Љ+ЂEe m,cheap viagra =‹e€v™Nv,buy viagra online P~?…€P§<>,viagra online ©Uz©;t©ћ:§,viagra 100mg QЈ988{ђ¦ЎD,buy viagra online Њt1U—_“4Ќ},