د رجب المرجب (خداى تعالى) د مياشتي ٢٧ – مي په وياړ د نړۍ په اکثرو اسلامي هيوادونو کي د مسلمانانو له خوا لمانځل کېږي.
دغه ورځ مسلمان د خپلي عقيدې له مخي لمانځي او وايي د اسلام ستر پيغمر حضرت محمد (ص) په دې شپه معراج (اسمان) ته ختلئ او هلته يې له خداى (ج) سره راز او نياز کړئ دئ.
د افغانستان، پاکستان، هندوستان او منځنۍ آسيا د هيوادونو مسلمان هر کال په دغه نېټه خيراتونه، نفلونه، د قرآنکريم ختمونه او ملايان په مسجدونو کي وعظونه کوي.