د پاکستان پوځي مقامات وايي د پښتونخوا په سوات سيمه کي يې ١٤ طالب جنګيالي د عملياتو پر مهال وژلي دي.
د پوځ وياند تورنجنرال اطهرعباس وايي په دې عملياتو کي د پوځ يو مېجر هم د طالبانو په متقابل بريد کي وژل سوئ دئ.
د نوموړي په وينا د سوات د طالبانو دوه ګروپي مشران فضل حق او خيرالغفور يې ژوندي نيولي دي او په ١٤ طالبانو کي يې د تاج (مشهور په زرقاوي) او ذالقرنين په نوم دوه نور طالب قومندانان وژلي، د ځانمرګي حملې صدرۍ او يو ټيوټا موټر هم د پوځ لاس ته ورغلئ دئ..