کور / تازه خبرونه / اجمل قصاب پر ترهګرۍ اعتراف وکړ

اجمل قصاب پر ترهګرۍ اعتراف وکړ

 

د ممبى د تېر کال په تروريستي حملو کي يوازنى نيول سوي پاکستاني اجمل قصاب نن د هند په يوه محکمه کي پر خپل جرم اعتراف وکړ.

اجمل قصاب وويل د نومبر پر ٢٦ – مه چي پر تاج محل هوټل او د يهودانو پر يوه مرکز بريدونه وسول، ده خپله، ذکي الرحمان او ابواسماعيل لاس پکښي درلودئ.

په محکمه کي د نوموړي پر دې ناڅاپي اعتراف د هغه وکيل افسوس وکړ، خو دا لا معلومه نه ده چي هغه ته به څه ډول سزا ورکړل سي.

د ممبى بريدونو د پاکستان او هندوستان اړيکي سره خراب کړل او دواړه هيوادونه يې جنګ ته سره ودرول، چي وروسته د امريکا او برتانيې په منځګړتوب سره آرام سول.