کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دبوش جنایات داوباماڅیړنې

دبوش جنایات داوباماڅیړنې


 دکتونکوله نظره دافغانستان لپاره دامریکایي ولسمشراوباماتګلاره له پراخوچیلنجونوسره مخ  شوې چې پرې دنه برلا سۍ په صورت  کې ښايي دافغانستان  داوږدمهالي اشغال لپاره دامریکايي پالیسي جوړونکوپخوانۍ هڅې اواوسني پروګرامونه ټول په اوبولاهوشي .


په نوې ستراتیژۍ کې یومهم عنصردجګړې ډګرته داضافي پوځونودلیږلونظریه وه ترڅودنویوعملیاتوپه پيلولوسره وکولای شي له لاسه وتلې سیمې بیرته له طالبانوترلاسه کړي  دهمدې هدف لپاره دهلمندپراخ عملیات پيل شول چې په لومړي  سرکې یې غربي مطبوعاتوډيرګرم راپورونه ورکول خودعملیاتوله پيل څخه دوه اونۍ وروسته داسې ښکاري لکه چې دې عملیاتوهم کومه د حساب وړلاسته راوړنه نه وي درلودلې  دوی دهلمندپه پراخواوسوزنده دښتوکې زرګونه سمندري ځواکونه پلي کړي خو کلیوالې سیمې  ټولې له طالبانوډکې دي دغه رازپه مطبوعاتوکې یوازې دخارجي ځواکونودتلفاتوراپورونه ورکول کیږي اوتراوسه دطالبانودپاموړتلفاتوپه اړه څه ندي ویل شوی  دامریکايي پلان جوړونکولپاره داله اټکله لرې اوبوږنوونکي حقائق په داسې حال کې رامخې ته کیږي چې عملیاتوله پيل سره نړیوالو پوځي صاحبنظرانوویلي وه چې دخنجر عملیات اودهلمندجګړه  هغه قمار ده چې په بایللوسره به یې په پوځي برخه کې داوبامادستراتیژۍ اعتبارپه صفرکې ضرب شي اودناکامیدوپه اړه به یې شکونه په یقین بدل شي .


له بلې خواپه سیاسي بخش کې هم دافغانستان دسیاسي راتلونکي دټاکلولپاره داوباماپلان ټکنی ښکاري حامدکرزی له ټولوناشایسته ګیوسره سره ددوی لپاره یوازینی دباوروړکس وه چې په راتلونکې کې یې دستراتیژی دتطبیق لپاره دسپينې ماڼۍ په مزاج برابرکارکړی وای نوځکه یې دبیانوماندۍ لپاره وهڅاوه خودانتخاباتوپه رانژدې کیدوله یوې خوادکاندیدانو شمیر بیخي زیات شواوله بلې خواټاکنیزوکمپاینونواوغیررسمي نظرپوښتنووښوده چې دکرزي دکامیابیدوچانس دومره ندی لکه پخوایې چې اټکل کیده اوکیدلای شي په ډيره اسانۍ ترې نورکاندیدان ټاکنې وګټي .


په پوځي اوسیاسي دواړو برخوکې دې ته ورته ننګونوداوباماستراتیژی له یوه داسې بندبست سره مخ کړه چې نورورته دامریکايي لوړپوړودصبرکاسه هم په څیڅيدوشوه نوځکه یې دهلمندله پيښودتوجه اړولواودکرزي لپاره درایودپیداکولولپاره یوه داسې موضوع رامخې ته کړه چې په یوه وخت دغه دواړه موخې ترلاسه کړی شي .
په منظمه توګه دجولائ دیوولسمې په ګڼه کې نیویارک ټایمز ولیکل چې دافغانستان په شمال کې یوه افغان جنګ سالار عبدالرشید دوستم ډلیزې وژنې کړې چې تراوسه یې په اړه پلټنې نه دي شوي له دې دری ورځې وروسته دهمدې میاشتې په څوارلسمه ولسمشراوباماله سي این این سره په مرکه کې وویل چې دی خبرشوی چې دافغانستان په شمال کې ډلیزې وژنې شوي نوځکه یې خپلودملي امنیت کارونکوته دنده سپارلې چې په دې اړه شواهدراټول کړي .


دهمدې ورځې په سباداوبامادخبروپه اړه حامدکرزي له عبدالرشیددوستم څخه په کلکه دفاع وکړه عجیبه داوه چې دارګ یوه لږپیژندل شوي ویاندپه ډيروسختوالفاظوداوباماخبرې ردکړې اوویي ویل چې که له رشیددوستم څخه پوښتنې کیږي بایدلومړی له امریکایي پوځي استخباراتي چارواکووشي چې له دوستم سره یې په دې قتل عام کې برخه درلوده .دکرزي لخواد دوستم له سپیناوي وروسته داوبامااونوروامریکايي چارواکوځواب ورک شو اوخبره په همدې ځای پاته شوه چې په ظاهره  دې ټول جریان خلکوته داسې نظر ورکړلکه کرزی چې رشید دوستم تبرئه کړی وي اوله یولوی توراومحاکمې څخه یې ژغورلی وي چې ښايي  همدابه ددې موضوع درابرسیره کولو اوبیرته هیرولو له موخوڅخه یوه وه  ځکه داوباماپه صورت دعوی دکرزي د دفعې له برلاسۍ وروسته  اوس ددوستم ټول پلویان داسې انګیري چې  داکرزی وه چې ددوی سالار یې له یوه لوی الزام څخه وژغوره نوځکه همدی درایو اوراتلونکې ولسمشرۍ  حقداردی  .


دغه رازهمداموضوع څوورځې غربي مطبوعاتوپه داسې شکل وشاربله چې دهلمنددناکاموعملیاتوپایلوته یې دخلکوتوجه اونتظارپه بله خواکړ.اوس چې دغه یاده شوې موضوع په چټکۍ سره بیرته له مطبوعاتوڅخه دپناکیدواوهیریدوپه حال کې ده داسې ښکاري چې رابرسیره کول یې هم دآني موخولپاره یوه سیاسي اوتبلیغاتي هڅه وه نه دکومې رښتینې اوعملې پلټنې پيل چې پایلوته یې سترګې په لارشو.زمونږ باوردی چې دداډول موضوع له راپورته کیدواو اوازوخپریدوڅخه درښتیني عدالت دتامین تمه به بې ځایه وي ځکه په دې مسله کې چې څومره دوستم ګرم بلل کیږي همدومره دبوش په مشرۍ نړیواله ټلواله اودملګروملتونوسازمان ملامت دی .


همداامریکایي استخباراتي اداره سي آيي اې  وه چې دکې جې بي دپاتې شونوجنایتکارانوپه ډله کې یې دوستم هم له سره اکمال کړپیسې اووسلې یې ورکړې ترڅویې له طالبانوسره دداسې نارواکولو جوګه کړکه ددوستم ترشاامریکایي ملاتړاوشاټپونه  نه وای نه یوازې به یې ددومره طالبانودقتل عام جرأت نه وای کړی بلکې نه یې شوای کولای چې  دطالبانوپه وړاندې له جنګیدو وروسته دافغانستان په سیاسي ماحول کې ځان مطرح کړي .


دغه رازپه کندزکې دطالبانوتسلیمي دهمدې ملل متحدپه ضمانت ترسره شوه چې وروسته دبندیانودلیږدپه مهال هم ملل متحداوامریکايي چارواکي په جریان کې وه دقلعه جنګي مصنوعي جګړه هم امریکایانواودوستم په ګډه رامنځ ته کړه چې په پایله کې یې زرګونه طالبانوشهیدان شول همدااوس دعفوې دنړیوال سازمان په نامه دیوې ټولنې چارواکوویلي چې په دوه زره دویم کال  کې یې دبوش  په مشری امریکایی ادارې دهغوپلټنومخه نیولې چې غوښتل یې  ددې ټولوژنې په  اړه یې وکړي دامحسوس حقائق ښيي چې په خپله دهغه وخت امریکايی اداره په جنایاتوکې ککړه ده نواوس چې اوبامادپلټنواوڅيړنوامرونه ورکوي معنی به یې داوي چې اوبامادبوش دجنایاتوپلټنه کوي چې دابیا هغه تبلیغاتي تیرایستونکې افسانه ده چې دامریکايي سیاست څومخې ته په پام سره په هیڅ توجیه هم عملي نه بریښي .


داډيره د  تحیروړده چې له یوې خوادهیوادپه ګوټ ګوټ کې په بالفعله  توګه ټولوژنه روانه دي هره ورځ په بمبارونوچاپواوړندو ډزوکې دافغانستان کلیوال اوښاریان ژوندله لاسه ورکوی له بلې خوابیاټولومطبوعاتوپه دې ځان بوخت ساتلی چې دشمال دټولوژنوپه باره کې به صادقانه پلټنې وشي اوکنه   .دشمال دټولوژنودڅیړنې په  اړه داوبامادڅرګندونوپه سبادکندهارپه شاولیکوټ کې داوبامادستراتیژۍ پلي کوونکوهوائي ځواکونوپه درنه بمباري کې  لس تنه کلیوال شهیدان اوپینځلس نورټپیان کړل دغه رازیې  دوه ورځې وروسته په هلمند کې  دواده په مراسموبریدوکړ که چیرې رښتیاهم دبشرحق ته  داحترام خبره په منځ کې وي بایدترهرڅه لومړی په جنوب کې دزیاتي قتل عام دمخنیوي اوپای ته رسولوپه اړه سوچ وشي   داچې دلته داولس هره شیبه دعام وژنې ترګواښ لاندې تیریږي اوهلته دپخوانیوهغودپلټنواوازې خپریږي معلومیږي چې بیاهم لوبه سیاسي انګیزه لري  چې دوه مخیتوب یې له ورایه ښکاري .