د برتانيې د دفاع وزرات د دوشنبې په ورځ ومنله چي په افغانستان کي يو بل سرتېرى د طالبانو سره په جګړه کي له لاسه ورکړئ دئ.
د دفاع وزارت وايي دغه عسکر په سنګين ولسوالي کي د خپلو ملګرو سره په پلې ګزمه وتلئ و چي د طالب جنګياليو د يوه ماين ښکار سو.
د ٢٠٠٩ کال جولاى د انګرې عسکرو دپاره يوه خونړۍ او مرګونې مياشت ګرځېدلې چي له لومړۍ نېټې څخه يې تر اوسه نيژدې ٢٠ عسکر وژل سوي دي.
د دفاع وزارت په وينا د دې عسکر په مړينه يې په افغانستان کي له ٢٠٠١ کال څخه وروسته د وژل سويو پوځيانو شمېر ١٨٦ تنو ته ورسېد، چي ١٥٤ تنه يې يا د جنګ په ميدان، يا ځانمرګو بريدونو او چاودنو کي وژل سوي دي.
برتانيه په افغانستان کي نيژدې ٩٠٠٠ عسکر لري چي ډېر يې د هلمند په ولايت کي ځاى پر ځاى دي.