د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلاري کلنټن وايي په پاکستان کي د پوځي او غير جمهوري نظام راتګ هيڅ امکان نه لري.
آغلي کلنټن په له يوه هندي تلوېزون سره په مرکه کي وويل د پاکستان پوځ او استخبارات د جمهوري نظام ملاتړ کوي او په دغه هيواد کي اټومي وسلې هم په امن کي دي.
آغلي کلنټن هغه ګنګوسې رد کړې چي ګني پوځي مقامات په پاکستان کي يو ځل بيا د ملکي حکومت په له منځه وړلو لګيا دي.