کور / تازه خبرونه / د ولايتي شورا کانديد ووژل سو

د ولايتي شورا کانديد ووژل سو


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون په کندز ولايت کي ولايتي شورا ته د يوه کانديد د وژني پخلى وکړ.


د ټولټاکنو د کمېسون يو وياند سيد اسماعيل انصاري وايي جان محمد د کندز ولايت د اچين ولسوالي څخه ولايتي شورا ته کانديد وو چي د نامعلومو وسله والو له خوا پرون د يکشنبې په ورځ وژل سوئ دئ.


د جان محمد د وژني مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو طالب وسله والو له مخکي لا ټولو کانديدانو ته اخطار ورکړئ، چي که يې لاس پر بر سي ژوندي به يې پرېنږدي.


دا په تېرو دوو مياشتو کي د ولايتي شورا دوهم کانديد دئ چي د وسله والو له خوا وژل کېږي.


تر جان محمد دمخه د يحيى اظهر په نوم د غزني ولايتي شورا ته کانديد هم تر تښتوني وروسته وژل سوئ دئ.