د پاپ موسيقی وتلی سندرغاړی او نامتو نڅاګر مائيکل جکسن څو ورځي وړاندي د٥٠ کلونو په عمر کي د امريکا د متحده ايالاتو په لاس اېنجلس ښار کي له دې فاني نړۍ د تل لپاره سترګي پټي کړې.
د هغه ګڼ شمېر مينه وال د ده په مړينه ډېر غمجن دي.
د مائيکل جېکسن د مرګ د خبردخپرېدوسره سم د هغه مينه وال د روغتون شاوخواسره را يو ځاي سو.
سندغاړې مډونا ووئيل. چي چي دا د مائيکل جکسن د مړينې له امله خپله ژړا نه سي درولاي. او وائي چي هغه د پاپ موسيقۍ پاچا وو
مائيکل جکسن په مېلادي کال ١٩٥٨ کي د امريکا په انډيانا کي دې نړۍ ته سترګي رڼې کړې.
دی په خپلو نهو وروڼو او خويندو کي اووم وو.
لا پنځه کلن وو چي سندرو وئيلو ته ئې مخه کړه.
د اتو کلونو به عمر ئې د خپلو پنځو وروڼو ياني جکسن فائيو سره په سندرو وئيلو پيل وکړ.
له همدې ځايه ئې د تکړه سندرغاړي او نڅاګر په توګه شهرت پيدا کړ.
د موسيقۍ په ډګر کي د نور پر مختګ له امله د وتلي ستوري يا سوپر سټار په توګه مشهور سو.
په ١٩٨٢ مېلادي کي ئې د سولو البوم خپرلو هوډ وکړ.
Someone in the darkدغه البوم دماشومانو د يوه فلم چي نومېده لپاره وو.
او مائيکل جکسن ته ګرېمي ايوارډ ورکول سو.
بل البوم ئې د په نامه خپو ر سو Thrillerچي ١٠٩ ميليونه کاپۍ ئې وپلورل سوې.او د تر ټولو زيات خرڅېدوونکي البوم ريکارډ ئې جوړ کړ.
په ١٩٩١ کي ئې د په نامه البوم خپور سو Dangerous
په ١٩٩٣ مېلادي کي د يو ١٣ کلن ماشوم له خوا پر مائيکل جکسن باندي د تېري تور ولګول سو.
دغه تور په اصطلاح د نوموړي پر کېرئير باندي اوبه تېري کړې. او له دې وروسته دی له يو لړ اقتصادي ستونزو سره
مخ سو. ما ئيکل جکسن دوه ودونه کړي وو.
لومړی واده ئې په ١٩٩٤ کي د امريکا د نامتو سندر غاړي اېلويس پريسلې له يوازنۍ لور ليزا پريسلې سره وکړ. خو بيا سره بېل سو.
په ١٩٩٥ کي ئې د په نامه البوم خپور سو. History
مائيکل جکسن يوار بيا د استراليا د ډيبوراها د زلفو اسير سو. او واده ئې ورسره وکړ.
خو دغه واده هم تر درې کاله زيات دوام و نه کړ.
دوه ماشومان زوي پرنس مائيکل او لور پېرس وږېږېدو. جکسن د اېډز او سرطان په ضد په ٤٠ خيراتي مؤسسو کي کار کړی وو. او په ژوند کي ئې اووه واره د خپل مخ پلاستيکي جراحي کړې وه. د يادوني وړ ده چي جکسن تور پوستی وو. د جکسن مينه وال د ده د سندرو د اوريدو او نڅا د ليدو لپاره په سلګونه کلوميتره لرې واټڼ څخه به راتلو. په پام کي وه چي مائيکل جکسن به په موسيقي کي له يوې اوږدې مودې وروسته په لندن کي کنسرټونه ورکول. او لومړی کنسرت به ئې د جولائي په ١٣ مه وو. ددغه کنسرټ ټول ټکټونه په مارچ مياشت کي د سترګو په رپ کي خرڅ سوي وو.
خو بس مرګي وار و نه کړ.
او د کنسرټ د نېټې تر راتګ مخکي ما ئيکل جکسن کوچېد.
rafiullah.mandokhail@gmail.com