ږغ مي اورئ پښتنو بیړۍ ډوبیږي !
افغان ولس خو بیله هغه هم د خپل جغرافیایی سیاسي موقعت له کبله له قرنونو ښه ورځ نه ده لیدلې ، ولي دا وروستي دیرش کاله او په تیره د ښاغلي کرزي تر مدیریت لاندي اته کاله زموږ د ژوند او تاریخ ترخه یادونه ثبت شول .
افغاني ټولنه چي په اقتصادي ، او تعلیمي برخه کي په منطقه او نړۍ کښي د ډیري ټیټي کچي ټولنه بلل کیږي ، په دیرشو کلونو ګښي د چپه افراطیت او راسته افراطیت تر سختو واکمنیو او ورانیو وروسته نوره هم له پښو ولویده . جنګ په طبعي ډول د ټولني راحت له منځه وړي ، جنګ د ټولني زیربنا ړنګوي ، جنګ دښمنۍ زیږوي او بلاخره جنګ د تعلیم او پوهي مخه ډب کوي .
د شهید داود خان له مترقي پروګرامونو سره دغه په نامه ( مجاهدین ، استاد مجاهد ، انجنیر مجاهد ، وزیر مجاهد ، امير مجاهد ، پیر مجاهد ، فقیر مجاهد ) د ګاونډیو هیوادونو د لاسوهنو سبب شول . او تر اوسه لا د پردیو ګټو ته ژمن دي .
په یاد مي دي چي د بن دغونډي پریکړي او د لومړیو ولسمشریزو ټاکنو څومره هرکلې وشو . د هر افغان په څیره کي بدلون راغۍ ، هر افغان هیله مند شو چي خپل هیواد به په خپل ژوند اباد او ښیرازه وويني . څوک به په زور له ملکه وتلو ته نه اړ کیږي . د افغاني ټولني اقتصاد او تعلیم ته به توجه کیږي . د افغانانو د ژوند ، مال ، او ناموس حفاظت او ضمانت به کیږي .
خو افسوس !
زموږ له پښو لویدلی ټولنه د غلط مدیریت له کبله د ټولي نړۍ د موجودیت او مرستو سره سره نوره هم له پښو ولویده . ضعیف مدیریت وسیله شو چي د ګاونډیو لاسونه نور هم اوږده شي . نړیوال أيتلاف ته د جنګ د ډګر او عقدو قهرمانان ورپیژندل شوي چي څرنګه خپلي دښمنۍ تر سره کړي .
ناوړه مدیریت قاچاق وړونکي قوي کړل ، رشوت ئې عام کړ ، عدل او انصاف ئې ورک کړل … موږ افغانان نور د جنګ له نوم نه نفرت کوو . موږ له جنګه ستړي یو . زموږ اوس فهیم خان ( د جنګ ، چور او تالان ، متخصص مارشال ) ندۍ په کار ! زموږ جناب خلیلي ( د میخونو د ټکوهلو او د مړو د رقص استاد ) درد نه دوا کوي ! جناب اکبري صیب ، صیاف صیب ، ګلبدین صیب ، رباني صیب ، ستر جنرال دوستم صیب ( د لیلي د دښت فاتح ) ستر جنرال تورن صیب !؟ او نور جنابان ( د هیواد ملو!؟ او کرزي ملو !؟ ) ته چي د جناب کرزي په ملاتړ ولاړ دي ، توصیه کوم چي افغانان او افغانستان نوي نسل ته پریږدي . له ټولو افغانانو په تیره د روڼ اندو څخه هیله لرم چي د ښاغلي ډاکټر اشرف غني له ټاکنیز کمپین سره ملګري شي او ښاغلي غني ته رایی راټولي کړي . موږ په اروپا کښي هغو ټولو افغانانو چي د وطن سبا لیدلائ شي ، هوډ کړۍ دۍ تر څو په خپل شخصي مصرف د ټلیفون له لاري هر څوک خپله کورنۍ او دوستان د مسلي په بعد پوه او اړ کړي چي ډاکټر غني ته رایه ورکړي . افغانانو هوډ کړۍ چي ( له پرون سره نه ځو !)