کور / شعر / دتوپان شپه

دتوپان شپه

ما د ساحل له غېږي وخوځوئ
زه په دې توره هولناكه شپه كي
په دې تورتم كي د سېليو او څپو پر اوږو
د دې وحشي سمندر غېږ ته ورځم
چي د درياب ساړه تياره كوګل كي
يوه بېړۍ له انسانانو ډكه
ياغي موجونو او څپو كي ګير ده
زه يې د زړه په غوږو
دلته له ليري څخه
د ماشومانو او بې وسو ترهېدلو ښځو
چيغي نارې او غلبلې اورمه
زه د بې وزلي مور د څنګه سره
يوه ماشومه وينم
لكه ويشتلې وارخطا كوتره
چي سر تر پايه رېږدي
او د برېښنا له پړكه و وېرېږي
د ترهېدلي مور تر شا پټېږي
او توري وريځي، توره شپه او دا بېرحمه آسمان
د بې پناه بېړۍ په جنګ وتلي
آسمان غړومبېږي لكه وږى هيبتناكه زمرى
او د ژليو او سيلۍ د زوره
د سمندر له سينې وخوځېږي
لكه د غره په شاني لويي څپې
د بېړۍ والو واوېلا پورته سي
د بې اسرې خلكو غوغا پورته سي
زه به ورځم
هرو مرو به ورځم
او دا د مرګ څپې په سترګو وينم
زه دا بېړۍ چېرته ژغورلاى نه سم
هغه ماشومه خلاصولاى نه سم
د دې څپو لامبو وهلاى نه سم
خو زه ورځم
هرو مرو به ورځم
غواړم كيسه د قهرېدلي آسمان
د هيبتناكه خروښېدلي توپان
د څپو غېږ كي د بې وزلي انسان
درته را ورسوم
اې د ساحل او د محل وګړو
له جنتي سكونه مستو لېونو ملګرو
اې له سيليو له توپانه بې خبرو خلكو
دا زما چيغي د رسېږي كنه
د خداى دپاره لږ څه رحم وكړئ
په دې بېړۍ كي مو خپلوان ډوبېږي
رقيبان نه دي قريبان ډوبېږي
او كه توپان كرارولاى نه سئ
كه دا بېړۍ را خلاصولاى نه سئ
نو په قاه قاه ورته خندېږئ خو مه
نو پر ساحل ورته نڅېږئ خو مه

ويرجينيا 1994/28/12

تبصره نسته

  1. بسم الله الرحمن الرحیم
    ګرانواومحترمودوستانواوهیوادوالواسلام علیکم ورحمة الله

    دطالبانواوامریکایي عسکرمرکه می واورېده په مرکه کی له امریکایي عسکروپوښتل شول چې دطالبانوداسلامي رویي په هکله ووایي هغه هم ووایل چي ښه برخوردیي ورسره کړی ده دغه رازطالبانوداسلام په هکله تری وپوښتل اوهغه وویل چی معلومات پکی نه لري . څوورځي مخکی طالبانواعلان وکړچی شایدبندي امریکایي عسکرووژني .

    زه دیومسلمان په توګه له طالبانوهیله کوم چی دغه عسکرونه وژني ځکه چي دیوه عسکرپه وژلوبه ددوی مطالبات پوره نشي خوپه ټوله دنیاکی به یي نوم ته صدمه ورسي اوخلک ددنیابه دامریکادفوځ په اړخ ودریږي .

    دوی بایددنیاته هم وګوري ددوی نوم ته به فایده ورسي که دغه عسکرخوشي کړي اوهیڅ تاوان ورته ونه رسوي له بله طرفه به هغه ادعاګاني چی ددوی په کله کیږی هم غلطي ثابتي شي چې ګواکی دوی خلک وژني اوامریکایان دخلکودژغورلولپاره راغلي . له مرګ څخه یي ژوندي ساتل اوخوشی کول په دنیاکی ښه تاثیرغورځوي

  2. د دغه امریکایی عسکر نیول په رښتیا هم د طالبانو لوی مؤفقیت ثابتوی . تر هغه ځایه چی د امریکا په یرغلیزه تګلاره او سیمه ییزه جیوپولټیک اجندا پوری اړه لری ، هغوی په دغسی حالت کی د خپلو پوځیانو حیات اوبرخلیک ته هم څه خاص اهمیت نه ورکوی او که نن په ظاهره د دغه عسکر د حاصلولو په غرض کوم عملیات یا تلاښۍ کوی دا ټول د نورو عسکرو د اطمینان لپاره او هم د نورو دغسی ضایعاتو د مخنیوی په هدف کوی .

    همدا علت دی چی اوس دغه ابتکار هم بیرته طالبانو ته راجع کیږی یعنی دا چی بهترینه چاره به یې دا وی چی دغه عسکر په ښه سلوک او اسلامی روحیه د خپلو بندیانو سره تبادله کړای سی او هم ډیره ښه انسانی او اسلامی رویه ورسره وکړی تر څو دغه عسکر هم د هغی انګرېزۍ خبریالی ( یوونی ) غوندی په خپله اسلام ته مراجعه وکړی چی په ۲۰۰۱ کی د همدې طالبانو سره بندی وه مګر تر آزادېدو وروسته په انګلستان کی مسلمانه سوه چی دا د طالبانو د شریفانه سلوک نتیجه وه .

    نو ښه به دا وی چی دا پوځی باالاخره ( تر آزادېدو او تبادلې وروسته په امریکا کی ) اسلام ته پناه یوسی ځکه احصاییې ښیی چی هر کال په امریکا کی تقریبأ لس زره امریکایان په اسلام مشرف کیږی . هو ، دغسی نېک ابتکار به انشاالله د طالبانو یوه بله ثمره وی . ستره کامیابی د بندیانو وژل نه بلکی کفارو ته رضاکارانه دعوت دی چی په همدې کار سره د هغوی پایې لړزیږی او سستیږی .

  3. سلامونه او نیکې هیلې
    زما ګرانو جنګیالیو کوشش وکړئ چې غلیم ته سخته ضربه ورسوئ ..
    زموږ سره او درې جرمني سرتېرې شته ، هغه به هم ډېر ژر د ویډیو پر پرده ښکاره سې …
    او پاته داچې ، دی مه وژنئ ، همداسې مرکې یې خپروئ ، او کوشش وکړی چې ټوله دنیا خبره کړئ ، خصوصاً امریکایان…… چې ددوی زامن او لوڼې… دافغانانو دوژلو لپاره راځې…

    ژوندی دي وي امارت

  4. دا چې الله ج طالبانو ته د دغه امريكايي عسكر د نيولو توفيق وركړ په حقيقت كې طالبان الله ج له يو نوي امتحان سره مخ كړل او هغه دا چې له دغه اسير سره په ښه رويه كولو وښيي چې له مسلمانانو او افغانانو سره بندي څه حالت لري او انساني رويه او اسلامي رويه څه ده او هغه څه چې د ګوانتانامو، بګرام او ابوغريب په زندانونو كې له اسيرانو سره ترسره شوي يقيناً چې ورسره د مقايسې وړ نه دي.

    طالبان رسالت لري چې نړۍ ته دا وښيي چې له اسلامي رويه او اسلامي نظام سره بل هيڅ نظام مقايسه كېداى نه شي .
    طالبان بايد دغه فرصت هيڅكله له لاسه ورنه كړي او له دغه اسير سره پخپلې ښې رويې سره د ګوانتانامو، بګرام او د ابوغريب جنايتكارانو داسې يو درس وركړي چې نور پر دغه جنايتكارانو انسانيت او د بشر حقوق څه چې هغه خپل ملتونه يې هم پر لعنت ووايي او ناړې پرې تف كړي.

  5. دا چې الله ج طالبانو ته د دغه امريكايي عسكر د نيولو توفيق وركړ په حقيقت كې طالبان الله ج له يو نوي امتحان سره مخ كړل او هغه دا چې له دغه اسير سره په ښه رويه كولو وښيي چې له مسلمانانو او افغانانو سره بندي څه حالت لري او انساني رويه او اسلامي رويه څه ده او هغه څه چې د ګوانتانامو، بګرام او ابوغريب په زندانونو كې له اسيرانو سره ترسره شوي يقيناً چې ورسره د مقايسې وړ نه دي.
    طالبان رسالت لري چې نړۍ ته دا وښيي چې له اسلامي رويه او اسلامي نظام سره بل هيڅ نظام مقايسه كېداى نه شي .

    طالبان بايد دغه فرصت هيڅكله له لاسه ورنه كړي او له دغه اسير سره پخپلې ښې رويې سره د ګوانتانامو، بګرام او د ابوغريب جنايتكارانو داسې يو درس وركړي چې نور پر دغه جنايتكارانو انسانيت او د بشر حقوق څه چې هغه خپل ملتونه يې هم پر لعنت ووايي او ناړې پرې تف كړي.

  6. سلامونه او رحمتونه د لوی چښتن (ج) دی وي پر ټولو مسلمانانو،افغانانو خوصوصاً پر سپیڅلو ریشتیا ويونکو او د افغانانو په غم غمجنو لیکوالانو باندی . مننه د لراو بر څخه ،د امریکای بندی عسکر سره د طالبانو د زړه خواله په زړه پوری مرکه وه .زه د ښاغلی (نثار احمد صمد ) سره سر ه سل په سل کي هم نظره يم ، د امریکاي عسکر و ژل ، امریکای وينی زبیښونکو مشرانو ته هيڅ اهميت نه لری .

    ددغه بندی سره ښه کړه وړه د امریکایی عوامو نظر بدلوی د طالبانو په باره کي ، ځکه د( ګونتانامو)او (ابوغریب) بندیانو د ځوریدنی په باره کی ټول نړی ښه خبره ده نو پر نړی والو هم مثبت اغیز کوی .

  7. څومره ښه خوند کوي چي ديو ډېر متکبري او استکباري شيطاني امپراتوري افراطي امريکايي عسکر په کښته سترګو د افغاني غازيانو سره په مړه خوله خبري کوي. ښاغلو جنګياليو غازيانو! تاسي هم د دغه عسکر سره ښه وضعيت وکړﺉ ځکه په دې کار سره به دټولو پښتنو نوم ښه شي. دا دهغه شيطاني نړۍ انسان دی چي دپښتنو پر کور يې سور اور بل کړی او پښتانه په ګران افغانستان کي لږکي ګڼی او زموږ د نومياليو پښتنو نوميالي کلتور دبدنامولو دپاره څېړني کوي او کتابونه ليکي.

    لا تر اوسه يې ماغزه پر کرار نه دي – چا چې ماسره وهلی سر په سنګ دی.

    دګران افغانستان دخپلواکۍ په ارمان

  8. اسلام عليكم محترمو وروڼو!مجاهدو تورياليو برياليو تل سرلوړي اوسي
    لكه چي امريكايان ظلم كوي تاسي يي هم ورسره وكړي او ديومياشت په اوږدو كي يي مه وژني خاص مركي ورسره كوي كفاروته ته يي وليژي
    تل دوي داسلام زمريان

  9. besmela he rahmane rahem?
    asalam alykom warahmatolhe wabarakato ?
    past my salam greenery end streamer?mojaheden?op.afghan.pashton>
    i.beiliv ansha all?
    mast bi.kom.aslam ?
    dont relies amerecan shaitan?/
    salam.salam.alwie.liv my.brader mojahaden/?

  10. Salamoona aw Naikey Hiley Tolo Talibano aw Afghanano ta…….I m
    really glad to see that our national heroes(Taliban)have arrested one of the
    extrimiest American soldier…..May Allah grant them the power to arrest more of
    them…but the only thing i want to stress on is that I wanna tell them that :

    PLEASE don’t kill him because by killing him u will get nothing,
    but by keeping him for sometime and treating him in a better way and good manner
    will grant u some dignity all over the world and people will know that what kind
    of people are the Taliban and the Pashtoons…….

    Once again i wanna tell u that plz dont kill him but just tell him
    that WE are also human beings and have the right to live, so why u ppl kill the
    innocents (the children,the women n etc)…..so plz treat him in a good manner
    and give the world a message abt Taliban…treat him as u had treated a German
    reporter and she told the world that how the Taliban treated her in a good
    manner and she reverted to Islam….

  11. دا ښه خبره ده چې طالبان له دغه بندی سره ښه رویه کوی، ځکه د طالبانو ښه رویه دوی ته ددغه بندی تر وژلو ډیر ګټه رسوی، یوه طرف ته د دیموکراسئ د داعیانو سلکو د افغان زندانیانو سره بل طرف ته، د طالبانو نیکه رویه.

    خو ډیر داسی پښتانه وروڼه شته چي طالبانو وروسته له نیولو، په یوه ساعت کی، ددی وړ بللی چي یا خو وویشتل شی، یا حلال شی، چي مثالونه یی ډیر دی، هیله ده طالبانو ته د عامو افغانانو وینه هم ، یو څه د اهمیت وړ ښکاره شی.

    یو څه موده مخکی د زابل له زندان څخه یوڅه طالبان وتښتیدل، په دوی کی داسی کسان هم وو، چی د جنګ په وقت کی نیول شوی وو، خو بیا هم لس کاله قید پری ختلئ وو، که هر څو ړوند حکومت دی، خو بیا هم یو څه عدل پکی شته، تاسی تصور وکړئ که طالبان یو افغان د جنګ په وقت کی ونیسی، څومره وقت به یی وساتی؟

    آیا ددوی فیصله د یوه ساعت څخه آوړي؟

  12. ورسته له سلامونو او نیکو هیلو څخه

    د لر او بر ویب پاڼی چلونکو ته دی الله اجر ورکړی چی د صلیبیانو د فوځی بشپړه مرکه یی خپره کړی.

    د بندی په اړه د افغانستان اسلامی امارت ته زه ما مشوره داده چی په دغه صلیبی سرتیری باندی د ګونتنامو څخه بندیان راخلاص کړی ولو که یو کس وی ځکه د ګونتنامو بندیانو د خلاصون بله لار نه لیدل کیزی، د بندی په وژلو کی کوم خیر نشته او صلیبی مشران وینه زبیخونکی ځناور دی ددی یو صلیبی عسکر په وژلو د هغوی طبیعت نه خرابیږی خو که د ګونتنامو څخه یو بندی راخلاص شی د ټولو افغانانو د خوشحالۍ سبب ګرځی.

    همدارنګه دی صلیبی عسکر ته دی په بند کی د لیک او لوست اجازه ورکړی شی ، او کوشش دی وکړی شی چی د اسلام او دافغانستان د تاریخ په اړه ورته څه کتابونه ورکړی شی او د خپلو یاداښتونو لپاره سپین کاغذ او قلم ورکړی شی ، دا کار به ددی بندی سره د خوشی کیدو څخه ورسته د اسلام په قبلولو کی غټه مرسته وکړی ، او په دی توګه به وکولی شو چی یو انسان د جهنم د اور څخه بچ کړو.

    په مینه
    وطنمل

  13. za da talibano la kafir sara sha chaland ou la masulman sara zolam ghandam

    doi da pakistan godagian ou da iqtidar liwani di

  14. نږدې يوه مياشت وړاندې پخپله دغرب ځينو رسنيو دامريکايي ليکوالو،
    سياسي اوجنګي کارپوهانو له قوله داسې وليکل چې په فرهنګي اونشراتي ډګرکې طالبانو
    امريکايان مات کړل !! د شننونکوترمنځ دهمدې موضوع پرسرښوتودوبحثونو لادوام درلود او
    دا ارزونه کېده چې طالبانو دکومو نوښتونوپر مټ وکړاى شول چې دامريکا په څېر
    دپرمختللې اوبډاى هيواد ميډيا ته ماته ورکړي ؟؟؛ په دې کې ناڅاپه طالبانو دهغه ٢٣
    کلن امريکايي قيدي دمرکې اوخبرو نيم ساعته ويديو دنړيوالو خبري رسنيو له لارې نړى
    والوته وښوده ،څوک چې دجون په ٣٠ نېټه دپکتيکا ولايت پورې په کومه اړونده سيمه کې
    دمخامخ جګړې پرمهال ددوى له لوري نيول شوى .

    په ويديوکې ليدل کيږي چې هغه ډېر پښيمانه دى! او ولې به نه وي !
    هغه به مخامخا دا احساسوي چې دامريکاڅخه هغه دې غرني هيواد ته دافغانانو دوژلو
    اوځورولو پسې رالېږل شوى و! او اوس سرچپه هغه خپله په دې جال کې کېوت !

    طالبانو دا ډېرپرځاى اوله موقع سره مناسب ګام پورته کړ چې دويديو
    له لارې يې نړيوالوته دامريکادغرور اوکبر هنداره وښوده چې افغانستان ته دافغانانو
    دوژلو په نيت راتلونکى هر امريکايي عسکر دې داسې بدانجام له ځان سره په پام کې ولري
    !! طالبان له دې پلوه دډېر شابسي ويلو حقدار دي چې دمسلمانانو دقتل په نيت دراغلې
    امريکايي صاحب منصب داسې ديدار يې عام کړ : چې هغه ژړا اوفرياد کوي! دجنګ څخه توبه
    کاږي ! اودا اعتراف کوي : چې دلته ( افغانستان ) په راتلو ده ته جوته شوه چې دوى (
    امريکايانو ) واقعاً پريوه آزاد اوخپلواک هيواد باندې ناروا يرغل کړى !! هغه په
    خپلو واکمنو اوخلکو داغږ کوي د خداى لپاره ! مونږ در وغواړئ ! دلته مو هسې مه ضائع
    کوئ !

    دغه ځوان عسکروايي : طالبانو ورسره ښه نرمه، انساني اواخلاقي رويه
    کړې ، اوديوه ميلمه په توګه يې پالنه کوي ! آياشته څوک چې دطالبانو له لوري دانرمه
    رويه اوانساني سلوک له هغه وحشيانه ، اوظالمانه رويې سره مقايسه کړاى شي ، کومه چې
    امريکادعراق په ابوغريب،د کيوباپه ګوانتنامو، او دافغانستان په بګرام کې دمظلومو
    اوبې وسو مسلمانانو سره کړې او لاکوي يې ؟ اوله هغه وحشيانه چال چلند سره چې په
    امريکاکې مسلمانې مېرمن ډاکټر عافيه صديقې دمحکمې قاضي ته وويل : ماسره په زندان کې
    ډېر ناروا سلوک کيږي ! دامريکاعسکر ما لوڅوي ! پرماډله ايز جنسي تېرى کيږي!! عظيم
    الشان قرآن زما په پښو کې واچوي ما ورباندې له بره تګ کولواو دپښو اېښودلوته
    مجبوروي !! ماپرسپيوداړي !! دامريکاعسکرله داسې کولو خوندونه اخلي ؟؟!

    اوس دفکر وړ داده که په مقابل کې طالبان امريکايي قيديان په سپيو
    وداړي ! اوياڅوک ورباندې جنسي ……. ! نو ټوله غربي اوکفري نړۍ به داسې کونکي
    وحشيان اودرنده ګان وبولي ! دهغوى پرضد به په ټوله نړۍ کې دنيوکو اواحتجاجونو يوه
    واويلا پيل شي ! خو دامريکا په پخواني ولسمشر ( بوش ) چاهيڅ بدونه ويل : چې په حکم
    يې ترننه امريکايي عسکر پرمسلمانو قيديانو جنسي تېري کوي !!مسلمانې مېرمنې لوڅوي!
    دمسلمانوقيديانو په پښو کې دعظيم الشان قرآن پاڼې شيندي ! اوبيا په زبردستۍ هغوى
    دېته اړ کوي چې دعظيم الشان قرآن سپېڅلې پاڼې ( نعوذ بالله ) ترپښو لاندې پايمال
    کړي !! مظلومو اوبې وسو بنديانو ته دروحاني تعذيب اواذيت ورکولو په موخه امريکايي
    عسکر په عظيم الشان قرآن دنښې وېشتنې سيالي کوي !!

    خو طالبانو له امريکايي قيدي سره په ښه سلوک کولو سره وښوده چې
    دوى ترهګر نه ! بلکې امريکادنړۍ ترټولو لوى ترهګر ! وحشي او درنده صفته هيواد دى
    اودبرېتنايې ، هسپانيې ، جرمني ، اوفرانسې څخه راغلي يرغلګراوپه زوره دناپېيلي
    افغانستان اشغالونکې ترهګردي !

    طالبانو ددې ويډيو په خپرولو دامريکانړيوال غرورمات کړ!! دنړۍ
    مظلومو اومحکومو ولسونوته يې دامريکاپه وړاندې دهمت روحيه ورکړه! چې ګورئ امريکايان
    داسې تړل اونيول ناشونې کار ندى !

    هوکې !امريکايي چارواکو ته به دويډيو په کتلو يقيناً لويه صدمه
    رسېدلې وي !ولې چې طالبانو په دې کار سره نړۍته دامريکااصلي څېره وروښوده !اودغه
    وجه ده چې امريکايي چارواکي ددې ويډيو دلېدو اوخپرېدو له امله نهايتي لالهانده
    اوستومانه لېدل کيږي ، اوپرطالبانو له سياسي پلوه خطا، نيوکې کوي چې ددې څخه ديوې
    وسېلې په توګه دامريکاپرضد دپروپاګند لپاره کار اخلي ! اودقيدي هويت څرګندول
    دنړيوالو قوانينو څخه سرغړونه بولي ! پوښتنه داده چې ايا امريکايان هم دقانون
    دضابطې سره اشنايي قدرې لري ؟ که داسې وي نو بيايې ولې اودکوم قانون له مخې يې
    زرګونه مسلمانان ، دګوانتنامو ، ابوغريب ، بګرام، هسپانيې ، يونان ، پولينډ،
    اوايټاليه په تعذيب ځايونواوزندانونوکې قيدکړي ؟ ولې هغوى ته دقانوني وکيل درلودو
    اودوسيو جو ړولو حق نه ورکوي ؟ امريکايانو ته کوم قانون اجازه ورکړه چې دنړۍ دوه
    آزاد اوخپلواک اسلامي هيوادونه ( عراق اوافغانستان ) يې اشغال اوپه زوره قبضه کړي ؟

    دامريکا په ګډون ټولو يرغلګرو هيوادوته په دې قانع کېدل پکار دي
    چې ددوى دعسکرو دنيولو او وژلو لړۍ به په راتلونکي کې پراختيامومي ! او دابه دوى ته
    آسانه نه وي چې خپل عسکر په زور دطالبانو له مونګولو څخه وژغوري څنګه چې اوس
    امريکايان دزور کارلو له لارې دخپل بندي عسکر دخلاصولوپه لافو اوشافو لګيادي ! ولې
    چې طالبان هغه څوک دي چې دافغان ولس قاطع اکثريت ورسره مل دى !په افغانستان کې دهرې
    بلې ورځې په راتلو ديرغلګرو هيوادو عسکروته دسر اومال درانه زيانونه وراوړي، که
    امريکايان په نړيواله توګه هرڅومره دخپل شرم پټولو په موخه دطالبانو کوزارونه پټ
    کړي ، اودخفيه ساتلو کوښښ يې وکړي! اودخپلو اهدافودترلاسه کولو په اړه دروغژنې دعوې
    وکړي ! خونړيوال خبردي چې امريکا دخپلې ټلوالې په ګډون نهايتي سختې مرحلې ته ننوتې
    ده ! چې دخپلوستونزو پټولو لپاره ناسمې دعوې کوې ! تردې چې امريکايان دخپلو ملګرو
    هيوادو په ګډون له افغانستانه دخپلې فوځي انخلاء په برخه کې ډېرکم فرصتونه لري! ولې
    چې دخپلې سرتمبګۍ له امله دلته هغسې ښکېل اوتړل شوي څنګه چې وړاندې شوروي اتحاد و ،
    اوهم يې راتلونکى انجام دشوروي بدانجام ته ورته لېدلائ شي !