کور / تازه خبرونه / امريکا: د ملکي کسانو د مرګ ژوبلي مخ نسي نيول کېدائ

امريکا: د ملکي کسانو د مرګ ژوبلي مخ نسي نيول کېدائ

  امريکا وايي په افغانستان کي د دوى د بمباريو له امله د ملکي کسانو مرګ ژوبله ډېر وخت نيسي او فوراً يې مخنيوى نسي کېدائ .

د امريکا د وسله والو قواوو قومندان جنرال مايک مولن وايي پوځيان يې هڅه کوي چي په افغانستان کي د عملياتو او بمباريو پر مهال د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلي مخنيوى وکړي، خو دا کار ډېر وخت اړتيا لري.

نوموړي په افغانستان کي د امريکايانو له يوې پوځي هډې څخه د ليدني پر مهال وويل دى به ډېر خوښ سي چي په افغانستان کي ملکي کسان ونه وژل سي، خو د دې مشکل مخنيوى فوراً نسي کېدائ .

مايک مولن په داسي حال کي دغه څرګندوني کوي چي د امريکا په بمباريو کي د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلي کچه د کرزي د حکومت له نيوکو سره – سره مخ پر لوړېدو روانه ده.

تېره پنجشنبه د کندهار په شاوليکوټ کي د امريکايي الوتکو په بمباريو کي ٢٢ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چي ډېرى يې ښځي او ماشومان وو.