کور / تازه خبرونه / د امنيت شورا د افغان انتخاباتو څخه ملاتړ وکړ

د امنيت شورا د افغان انتخاباتو څخه ملاتړ وکړ

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په خپله پرونۍ غونډه د افغانستان له انتخاباتو څخه ملاتړ څرګند کړ او په افغانستان کي يې په شفاف ډول د بېطرفه او منصفانه ټاکنو پر ترسره کېدو ټينګار وکړ.

رپوټونه وايي د امنيت شورا دغه غونډه چي د يوګانډا د سفير رومام کانه تر مشرۍ لاندي جوړه سوې وه، پکښي د افغانستان پر راتلونکو جمهوري رياست انتخاباتو څو دقيقې بحث وسو او افغانان په دې ټاکنو کي ګډون ته وهڅول.

د افغانستان د جمهوري رياست انتخابات چي ټاکل سوې ده د ٤١ کانديدانو ترمنځ د اګست پر شلمه ترسره سي اوس د نړيوالو رسنيو د سر ټکي جوړوي او د ټولي نړۍ پام يې ځانته جلب کړئ دئ.

د دې ټاکنو دپاره په وروستيو ورځو کي انتخاباتي مبارزې هم تېزي سوي دي او لومړنۍ سروې ګاني ښيي چي په ٤١ کانديدانو کي به د درو تنو حامدکرزي، ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ سختي سيالۍ وسي.

بلي خواته د ولسمشر حامد کرزي مخالف کانديدان پر نوموړي باندي نيوکه کوي، چي له دولتي امکاناتو، پيسو، وسايلو او نفوذ څخه ګټه اخلي او په کابينه کي وزيران، په پارلمان کي وکيلان او په ولايتونو کي واليان چي ټول رسمي دولتي وظيفې لري د ده دپاره کمپاين کوي.