کور / تازه خبرونه / وسله والو د UNHCR د يوه كاركونكي په شمول دوه تنه وژلي دي

وسله والو د UNHCR د يوه كاركونكي په شمول دوه تنه وژلي دي

 
د پېښور د كچه ګړۍ په كېمپ كي نامالومو وسله والو د يواين ايچ سي آر دوه تنه ووژل


د مالوماتو له مخي  د ملګرو ملتونو د مهاجرينو د نړيوالي ادارې يواين ايچ سي آر هغه دوه تنه چي د كچه ګړۍ له پنډغالي څخه يې كتنه كوله د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو وشتل سوي او وژل سوي دي

ويل كيږي چي د يواين ايچ سي آر فيلډآفسر ظل عثمان د پنډغالي له مسولينو سره تر ليدو كتو وروسته  بيرته روان و چي د ناپېژاندو وسله والو له اړخه پرې ډزي  سوي او هغه يې ځاي پر ځاي وژلى دى



 وسله والو لومړى د هغه د برمته كولو هڅه كړېده خو چي د ظل عثمان له اړخه له مزاهمت سره مخ سوي دي نو يې د ډزو وار پرې كړى دى


په دې پېښه كي يو بل امنيت ساتونكى هم سخت ټپي سوى چي وروسته يې  د ژورو ټپونو له امله په روغتون كي سا وركړېده

د پېښي ځاي ته رسېدلي د پولسيو چارواكي وايي چي په پېښه كي لاس لرونكي درې تنه و چي په يوه وړكوټي موټر كي د پېښي ځاي ته راغلي و

هغوي وايي چي سيمه يې تر ولكې لاندي نيولې او د تورنو كسانو په لټون يې پيل كړى دى خو د چا د نيولو په اړه لا څه نه دي ويل سوي