کور / تازه خبرونه / مايک مولن: طالبان منظم سوي دي

مايک مولن: طالبان منظم سوي دي

د امريکا د وسله والو پوځونو قومندان مايک مولن وايي طالبان تر پخوا ډېر پياوړي سوي دي.


نوموړي د انګلستان له يوه تلوېزون سره په مرکه کي ويلي دا نه ده معلومه چي په افغانستان کي به د امريکايانو پوځي عمليات څونه وخت ونيسي، چي په دغه هيواد کي امنيت قايم کړي.


نوموړي وويل طالبان تر پخوا ډېر زورور سوي او منظم سوي دي، او په تېرو درونيمو کلونو کي يې د افغانستان حکومت او خارجيان له ننګونو سره مخ کړي دي.


همدا راز نوموړي له دوو اونيو راهيسي په هلمند کي پيل سوي عمليات بريالي وبلل او وايي دوى کافي پوځيان لري په افغانستان کي د هلمند په نيول سويو سيمو کي يې ځاى پر ځاى کړي.


تر دې دمخه په هلمند کي د امريکا د سمندري پوځيانو يوه قومندان ويلي وو، افغان دولت بايد سيمي ته نور افغان پوځيان ولېږي چي تر چاڼيزو عملياتو وروسته پر سيمه د دولت واکمني ټينګه کړي او طالبان بيرته د دې سيمو له نيولو څخه وګرځوي.