يوار که بې علمه بې هنره سترګي نه لري
بيا نو پښتانه خواران اکثره سترګي نه لري
ښکلي په ډبرو مئين ولي عادت سوي دي
دې ته فکر نه کړي چي ډبره سترګي نه لري
زه دليلا زلفو ته لاسونه ځکه نه وروړم
دا هغه ماران دي چي له سره سترګي نه لري
ته چي دچا مل ئې که ړانده وي منزل ومومي
ته چي له چا ورک ئې مقدره سترګې نه لري
ياروائي دا خيال کړه ما رسوا نه کړې خو زه وايم
مينه داسي شئ دئ دزړه سره سترګي نه لري
بخته نوره پوهه که ئې هرڅو غرونه غرونه وي
وي چي له خپل کاره ناخبره سترګي نه لري