دا د هر انسان حق دى چې په خپله ژبه خبرې وکړي، ليکنه وکړي او په ټولو برخو کې ورڅخه کار واخلي.کله چې يو ماشوم نړۍ ته سترګې پرانيزي نو هر ټبر پورې چې تړاو ولري مور يې په خپله ژبه ورته د ماشوموالى په ژبه خبرې کوي. لکه په پښتو کې مور خپل ماشوم ته وايي ( آ للو للو) …….. او داسې نورې.
په نني عصر کې ټولو کسانو ته اړينه ده چې خپلو ژبوته که عربي ،انګيسي ، هندي ،دري،فارسي او که پښتو ده د خدمت جوګه شي.
ژبه هغه شي ندى چې څوک د خښتو کيښنولو سره یې و رغوي ،دا هغه څه ده په ويلو،ليکولو سره رغول کيږي.
که چيرې موږ په خپله ژبه کې هغه کلمې چې د بهرنيو ژبو وي و کاروو نو ايا دا مو خپله دنده پر مخ بيولې که مو د بهرنيو ژبو څخه غلا کړې ده.له دې کارونې سره مو خپلې ژبې ته نه بلکې د هغې ژبې کلمې چې مو کارولي دي د الله (ج) په نامه مو ورته خدمت کړى دى.
ددې لامل څه دى چې موږ په خپلو ليکونو کې د پرديو کلمې کاروه؟
کيداى شي د ټولنې اغيز وي،کيداى شي ناپوهي وي،او يا کيداى شي بې پروايي وي.
خو په اصل کې دا مو خپل ټبر،ژبې او راتلونکي نسل ته په خپل لاس خيانت کړى دى.که چيرې ريښتني ليکوالان، او ژورناليستان وسو نو کولاى شو دې يرغل ته په پوره توګه پاملرنه وکړو ،د خپلو ليکونو پر مهال بايد ډير ځير شو او که چيرې په کومې کلمې نه پوهيږو نو بايد د خپلو همکارانو او دوستانو څخه پوښتنه وکړو دا کوم شرم ندى چې موږ يې د چا څه پوښتو خو که مو پوښتنه ونکړه نو دا لوى شرم دى.
که چیرې موږ د خپلې لیکنې پر مهال دیر ځیر نشو نو لیکنه به مو له سختو ستونزو سره مخ وي ،زموږ خپله لیکنه زموږ په آند ډیره ښه وي که چیرې خپله لیکنه بل چا ته و ښایو نو هله به پوه شو چې څه ستونزې یې درلودې.
ګرانو وطنوالو که غواړې چې ژبه مو د بهرني یرغل څخه په امان کې وي نو وروسته له دې خپلو لیکونو ته په بشپړه توګه ځیر شۍ.دا به مو خپل وجدان ،راتلونکي نسل او ټولنې ته ځواب ویلي وي.