کور / ترخې خبري / دافغان په وينو د پنجاب تجارت

دافغان په وينو د پنجاب تجارت

 


د سردار داود خان له طلايي کودتا ورورسته د افغان په وينو د شرق او غرب سوداګري شروع شوه او د ثور د اومي نيټي   قيام دا تجارت لا نور هم زيات کړ ،او د ببرک کارمل په ناولي او لعنتي شوق سره چه غوښتل يي له نامشروع لياري پر تاج او تخت باندي بايد قبضه وکي او ددي   ارمان د سرته رسولو لپاره يي له هيڅ ډول ناجايزه عمل څخه دريغ ونه کړ تر څو چه د لعنتی شوروي  سوپر پاور سره دي موافقي ته ورسيده چه بايد زموږ ګران وطن   د اشغال په ذريعه د ببرک کارمل د قدرت ته د رسيدولعنتي ارمان د ترسره کيدو سره د شوروي دا ناولي ارمان هم ترسره شي چه که احياناَ و کولاي شي چه ګرمو اوبو ته ځان ورسوي، نو د افغان ولس پر وينو تجارت خپل اوج ته ورسيده .


کارمل د قدرت ته د رسيدو لپاره د ميرغضب امين له بيرحمه رژيم څخه د خلاصون تر بهاني لاندي د شوروي د سرو لښکرو پر ټانکونو هيواد اشغال او دتاج او تخت ته د غصب کولو ناولي ارمان او ستراتیږيک هدف يي تر سره کړ .


 ددي اشغال سره سمدلاسه هغه د قدرت ليونيان چه لاپخوايي د سردار داود خان پر ضد د پنجابي دښمن په ناولي ځاله کي کمين نيولي وه، دقدرت ته درسيدو لپاره يي د افغان مظلوم اولس د مقدس جهاد تر عنوان لاندي داسي په وينو لت پت کړ  چه په تاريخ کي ساري نه لري، ليکن د شوروي اشغالګرو قواوو له ماتي   وروسته چه د افغان ولس د بيباکه مقابلي او با غيرته سرښندني نتيجه وه او دملي قيام په نتيجه کي مات شول ليکن د اشغالګرو له وتلو او د ملی روغی جوړي د پلان سره سره جګړه نوره هم لا ګرمه شوه او د ملي روغي جوړي پلان ته د قدرت عاشقانو هم د نابودي ملا وتړله.


 همدا تورو جهادي  تنظيمونه د ملی روغی جوړي په درشل کي  له هغه ناولي پرچمي    ګوډاګيانو سره په يوه ډيره نامقدس ايتلاف کي د جهادي اسلامي شوري (شمال ايتلاف) په نامه سره يو ځاي شول او د ملي روغي جوړي هغــــــــــه اسلامي،انساني او د دردونو او رنځونو څخه د خلاصون پر پلان يي د مسکو – تهران تر لعنتي قوماندي لاندي کودتا وکړه چه نه تنها د جګړي د ختميدو او د ملي روغي جوړي انساني پلان يي له منځه يووړ بلکه ورسره يوځاي يي  هغه ملي حاکميت چه د افغان ولس د پيړيو پيړيو  دوينو ثمره وه له منځه يووړ او هم يي هغه ملي او دښمن ماتوونکي اردو هم بيرحمه او ناولي دښمن ته ور تسليم کړه چه  لدي پياوړی وطندوستي اردو څخه چه د پنجاب کرکه کيده هغه يی هم داسي ورانه کړه چه هيواد مو د ملي اردو د نشته والي په وجه د پنچاب مستعمره شوه  .


 له همدي کودتا څخه وروسته د شمال لعنتي ډلي ټپلي د يوي بلي داسي جګړي لپاره لياره هواره کړه چه د ختميدو لپاره يي اوس له ټول جهان څخه لياره ورکه ده،خو د وطن د ننګ او ناموس د دښمنانو غوا داسي لنګه شوه چه وچيده يي نشته او پي تر پي وي،   يوه جګړه تر بلي لا خونړي او بيرحمه وي.


 


پدي ديرش کلنه بيرحمه او ناولي جګړه کي تر ټولو زيات د وطن د عزت ،ننګ او ناموس د ډير بيرحمه دښمن يعني پنجاب ښه پخه چاره وکړه ،د افغان په وينو او د جهاد د مقدسی کليمی په تجارت سره هم د” اسلامي” اټومي سلاح خاوند شوه او هم يي له تحميلي او غير طبعي د ډيورند له کرښۍ هغه خوا په داسي عملياتو لاس پوري کړي لکه د پلار او نيکه خاوره چه وي او ميراث ور پاته وی  .


   داسی فکر کيږي لکه چه جهادي تجارانو ورته ددی ناولي او تحميلی کرښی د منولو کاږه سرونو چه عقل ، ایمان او وجدان پکي نشته، شورولي وي دا ځکه چه ددی اوسنی ناولی جګړی لپاره لا له پخوا څخه منظم کار او فعاليت شوی دی او دا مطلب هم لا ډیر پخوا لکه چه د ناټو له اشغال څخه د مخه په لاس پوڅو رهبرانو باندی د قدرت ته درسيدو لپاره تپل شوی او منل شوی وی .


ځکه پدي جګړه کي د افغان ولس پر هغه برخه خاوره   چه د پنجاب تر اشغال لاندي ده او ولس د پنجاب له ظلم او ستم سره د هغو طالبانو په وجود کي چه پنجاب روزلي دی د ارامی ژوند نلری،   او د طالب په عوض هم دا ولس د تروريست په نامه   وژل کيږي او هم بي کوره کيږي ، هغه متل دی چه ، هم بوري او هم بدنام   ، د هغوي وژل ورته داسي ستر افتخار شو لکه پرون چه ورته د بري خوا د افغان ولس وژل ورته هم افتخار او هم ګټه.


نن د ناولی ډیورند هغی خواته د افغان ولس وژل هم خرما ده او هم ثواب ، او افغان تجارتي رهبران هم پدی خوښ دی چه هم هلته او هم دلته د القاعده او   طالب په نام افغان وڅپل شی،ترڅو د دوی تاج او تخت د افغان وژنی د وينی په بيه تل تر تله ثابت او سالم پاته شی.


نن هم د افغان مظلوم ولس پر وينو داسي دشرق او غرب ، د پنجابي او ايراني دښمن پخه سوداګري دوام لري چه په تاريخ کي ساري نلري .د ناولي تحميلي کرښي دواړو خواوو ته د افغان ولس وژل نه تنها ستر افتخار دي بلکه ستره نه ختميدونکي پانګه هم ده . هلته په اشغالي خاوره کي لدي ستر افتخار څخه پنجابي بيرحمه دښمن خوندونه اخلي او دلته د ملي روغي جوړي تاريخي دښمنان ، جهادي غله او د ننګ او ناموس تاجران  خوندونه اخلي او هم د مظلوم افغان په وينو د ملياردونو ډالرو پانګي خاوندان شول ، دا د وطن د روغي جوړي تاريخي دښمنان په قدرت کي د پاته کيدو لپاره د پرون په شان هرډول تجارت ته تيار دي او له هيڅ ډول معاملي څخه د قدرت ته د رسيدو لپار دريغ نه کوي.


د پرون جنګي جنايتکاران د ولس مشر کيدو خواږه خوبونه ويني او ولس د هري ورځي په تيريدو د درنو رنځونو خواته په ډیره چټکي سره مخته ځی او د اشغالګرو له ټولو درواغجنو کمکو څخه مظلوم ولس ته يوازی دردونه ،رنځونه او بدبختی ور په برخه کيږي او بس.


 


افغان غيرتي ولســـــــــه د خپل تاريخي او غيرتي پلرونو پشان د وطن له ټولو دښمنانو سره د   مقدسي مقابلي او مبارزي  ډګر ته ځانونه چمتو کړي او لدي لعنتي دښمنانو سره د پرون په شان په ميړانه او سرښندنه باندي مقابله وکړي.


د وطن د ننګ او ناموس له ټولو دښمنانو سره که داخلي جهادي غله دي او که پرچمي تاجران او تسليميان ، که خلقي تيښتيدلي وزيران دی او که د جمعيت تيښـــــــــــتيدلي قهرمانان ،که طالبي مزدوران او يا  که خارجي نجاتګران او يا د هغوی پنجابي ياران داسی مقابلي ته ځان تيار کړي لکه ستاسی غيرتی پلرونو او نيکونو چه په ميړانه او غيرت سره له انګريزي اشغالګر څخه نيولي تر شوروي اشغالګرو او د هغو له ناولو ګوډاګيانو سره په ميړانه وجنګيدل ،سرونه يی قربان کړل او وطن يی ازاد کړ.


ګرانو وطنوالو د ډیورند د لعنتی کرښی هغه خواته ددښمن د عملياتو سره موافقه پر ننګ او ناموس د تجارت معني لری نه د تروريزم سره د مقابلي مفهوم.


د پنجاب د اشغالګر پوځ ځای په ځای کيدل په هغو سيمو کي چه هلته د قانون له مخی پنجابی پوځ حق نلري ،او دهغوی عمليات د خود اراديت د موافقي څخه سرپيچی ده . او دا  تر استعمار لاندي ولس مقابله د پنجابی پوځ په مقابل کی په حقيقت کی له  خپلی خاوري او ناموس څخه د دفاع معني لري  او تر خاوره او ناموس سر قربانول د ازادي د سربازانو کاردی نه د تروريستانو او پنجابی طالبانو کار.


داچه د افغان ولس رهبري دلته د سياسی تجارانو او جهادي غلو په لاس کي ده او هلته د ولس رهبري  دپنجاب د تربيه شوو  جاسوسانو په منګلو کي ده ، دا د افغان د لر اوبر ولس درنه او ستره بد بتختي ده ديرش کلنی جګړي زموږ د تورو او وياړنو هيواد دومره خوار او زار کړ چه اوس د سپو له خواري ګيدړی پر بامو ګرزي، داد ولس د بدبختي معني لري .


افغان لر او بــــراولس دومره له ملی رهبري څخه بي برخي ده چه اوس د ملی شخصيتونو پر ځاي جنګي جنايتکاران ، او ډارن فراريان د ميړني او وطن ساتونونکي قهرمان په بدلو او رنګينو  جامو کي له ځانه ملی جعلی شخصيتونه جوړکړي او د وطن د رهبري د ترلاسه کولو شپی ورځي حساب کوي .


هلته په لری پښتونخوا کي له بعضی سياسی ګوندونو څخه نيولي تر طالبي ډلو ټپلو پوری ټول د پنجابي په نوکري کی له ژوند څخه خوند اخلي او تر اوسه لا داسی ميړني  لکه غازي ايوب خان او يا وزير محمد اکبر خان چه له اشغالګر سره پنجه نرمه کړی او يا د ازادي د ګټلو ستر ملی افتخار لکه غازي امان الله خان  چه د وطن د ازادي درنه او مسته چـــیـغه پورته کړي او له پنجابي ګيدړ سره د درنی مقابلي لپاره د الله اکبــــــــــــــــر په تکبير سره د ازادي ستره له هيبته ډک اواز راپورته کړي او خپله توره له زنګ وهلي تيکي را وباسی او د استقلال د مقدسی جګړي اعلان په مست  افغاني شهامت او ميړانه سره جهان ته ورسوی ،لا سر نده را پورته کړي او مظلوم ولس ديوه ملی رهبر په ارمان د پنجابي بي رحم دښمن تر ټانکونو لاندي د ځنکدن  سلګي د ډیری ستری نا اميدي په حال کی وهي او په سرو وينو کي مرګ افتخار بولي نه د پنجابي په اسارت او تر استعمار لاندی ژوند.


داسوال پيداکيږي چه دا دترور پر ضد جګړه د ختميـــدو په حال کی ده اوکه د شروع په درشل کي؟


دا   مات شوي طالب له کومی خوا چا او څنګه دی درجي ته راورساوه چه اوس هم په لر او هم په بر  افغان خاوره کي د بری لپاره لستوڼي را نغاړي هغه هم د پنجابي په اشاره؟


دلته طالب د ازادي او استقلال نمونه ده او هلته په لری اشغالی خاوره کي د ترور او بدبختي نمونه؟


يو لنډ غــــــــــر طالب او دوه متضادي څيري ؟ يوه څيره چه د پنجاب تر رهبري لاندی ده هغه د ازادي فرشته لکه پرون ؟! او بل طالب چه هغه د ډیورند هغي خواته جنګيږی هغه يی بيا تروريستی او لعنتی څيره ده؟


ايا ددی عملياتو تر شاه د وطن فروشی او په ننګ او ناموس د معاملی ډرامه نده پټه؟


ځکه چه پنجابي مليونی اردو پخوا له خپل ټول توان او طاقت سره سره ددي غيرت او شهامت نه درلود چه د افغان   اشغالی خاوری ته مرداری سترګي په بد نظر  ور واړوي. داچه اوس هلته په ازاد لاس له هغو   تروريستانو سره په جګړه کي اخته دي چه پرون دوي په خپل لاس جوړ او را ميدان ته کړل ترڅو د خپل تصرف لپاره قانونی لياره جوړه کړي ،بله کوم دليل نشی پيداکيدای..


ايا جهادی غله ، غربی تاجران ، پرچمی تسليميان او خلقي فراريان چه د وطنپرستی  پاکی او سپينی جامی يی په تن کړي دی څنګه بی تفاوته دی؟


او ولي پټه خوله دي؟


هغه ټول شعارونه چه دخلکو ماغزه يی خوړل او اوس يی بيا له سره په زړو بي ماهيته اوازونو شروع کړي پدی ټولو کی دومره نـــــر نشته چه هم دلته او هم هلته د افغان وژني د ناولی جګــــــــړی د درولو دغيرته ډک غــــږ پورته کړي او دی ناولي تروريستی ډرامي ته هم په لری او هم په بـــری افغان خاوره کي  خاتمه ورکړي؟


ايا داسی نه معلو ميږی چه جهادي داړه ماران او امريکايی تاجران  يو ځل بيا په قدرت کی د پاته کيدو لپاره پر ننګ او ناموس د تجارت  لپاره ملا وتړي؟


 لکه څنګه چه پنجابي اردو يو جنرال په ډیره سپين سترګي سره څرګنده کړه چه پنجاب کولای شي له  ناټو سره د ملا عمر – حکمتيار دجګړي د ختم لپاره کار وکړي که چيری ناټو له پنجاب سره د کشمير په موضوع کي کمک وکړي .


داسی معلو ميږی چه پنجاب اوس نه تنها د ډیو رند چاره کوي (شايد چه لا د وخته يی چاره کړي وي) بلکه د افغان د وينو پر ستر توفان باندي له هند سره هم  د کشمير د موضع د حل لپاره وسيع پلانونه او ارمانونه لري چه دا ټول بايد د افغان د وينو پر تويولو تر سره شي.


پای

تبصره نسته

  1. Punjabis, Iranians, and Arabs have their satellites focusing on Kabul for many years for their own survival; we Afghans better realize our weaknesses than denying or hiding them all. Excuse, Negligence, and Apathy towards our National Interests are the main causes of our decline. Education for all is the only way to freedom!

  2. جهادی غله ، غربی تاجران ، پرچمی تسليميان او خلقي فراريان چه د وطنپرستی پاکی او سپينی جامی يی په تن کړي دی څنګه بی تفاوته دی؟

    او ولي پټه خوله دي؟

  3. Dear Brother,
    You are totally right, but afghan MULA’s has taken the solemn oath to handover this land to panjabes, …

  4. نن سبا موږ له يوې لوې نړيوالې سيالۍ سره مخ يو موږ له هره پلوه شاته پاتې يو په سلوكې ديرش باسواده كسان لرو داهم هغه كسان دي چې يوازې يوشى لوستى او ليكلى شي په دوى كې ډير لږداسې كسان شته چې ټولنې ته يو نوى فكر وركولى شي زموږ داسې كسانوته اړتيا ده چې ټولنه سمې لارې ته سمه كړي په بيځايه لاپوشاپو اوپه بيځايه غيرتونو اوشرطونو داوطن نه جوړيږي .

    په موږ كې هغه ډير غيرتي او واقعي ميړنى دى چې ښه نيت ولري مهربانه زړه ولري او هره شيبه د خلكو په ګټه ديوه نوي فكر درامنځته كولو په هڅه كې كوي .

  5. تاسی تول وزگار یاستی نن صبا خلک د تیکنالوژی خبری کوی او تاسی ببولالی.. قسم وخوری چی بیعه شوی نه یی؟ کورت کورت مو شروع کری دی.. وز گار خیلو.. چی د راتلونکی نسل دماغ به درواغو او غیبت خرابوی..