کور / تازه خبرونه / هلمند: په څرخکه کي شپږ تنه مړه سول

هلمند: په څرخکه کي شپږ تنه مړه سول


د آيساف ځواکونو وياند وايي د سې شنبې په ورځ يې په هلمند ولايت کي يوه څرخکه الوتکه لوېدلې چي شپږ تنه پکښي وژل سوي دي.


د وياند په وينا په الوتکه کي ناست کسان ټول ملکي قرارداديان وو چي له امريکايي پوځيانو سره يې کار کاوه.


د ناټو وياند وايي الوتکه نن سهار پر ځايي وخت نهه بجې د هلمند په سنګين ولسوالي کي په ناڅاپي توګه راولوېده چي شپږ تنه پکښي مړه سول.


د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي فرانس پريس آژانس ته د دغي څرخکي ويشتل تائېد کړي او وايي د دوى ملګرو وېشتلې ده.


د ايساف ځواکونو يوه الوتکه تېره اونۍ په زابل کي طالبانو وېشتلې وه چي دوه کاناډايان او يو برتانوى عسکر پکښي وژل سوي وو.