کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ډانيل پرل خبريال و؟

ډانيل پرل خبريال و؟


اکثره افغانان دلوېديځ دبيان د ازادۍ، دښځو دحقوقو او نورو باټکو ادعاو په باب چنداني مالومات نه لري. ځکه يو خو لوېديځو هيوادونو ته دونه تګ او راتګ نه لري لکه ګاونډيو هيوادونو ته اکثره افغانان د لوېديځ ټولني ته ديو داسي ټولني په سترګه ګوري چې هلته هر څه ګل وګلزار دي.
خو که سړی يې په عمل کې وويني په تېره امريکا چي دبيان د ازادۍ او ډموکراسۍ ټېکه يې په ټوله نړۍ کي وهلې ده نو د  دوی منافقت ته به ګوته په غاښ ولاړ سي. ځکه دا هرڅه د دوی په خپله امريکا کي په هغه کچه نه پلي کيږي چي دوی يې وايي. خبره نه اوږدوم پر افغانستان باندي دلوېديځ تر يرغل وروسته افغانستان يا سيمي ته د لوېديځوالو خبريالانو په باب هم خوشبينه افغانان فکر کوي چي دا عادي خبريالان دي. دا دلوېديځ رسنۍ دي چي په افغاني ټولنه کي هم شخصيتونه جوړوي او هم يې بدناموي. ډانيال پرل هغه امريکايي يهودي خبريال و،چي څو کاله دمخه په پاکستان کي برمته او وروسته يې مړی وميندل سو. د دې خبريال دبرمتې او مرګ کيسه دونه وډنګول سوه چي بېخي يو اتل ځني جوړ کړل سو او د ده په نامه يوه ټولنه يا فونډېشن او يوبورس هم اعلان سو.
د دې ټولني موخه داسي وښوول سوه چي ياني د مسلمانانو او لوېديځ په تېره د مسلمانانو او يهودانو ترمنځ خبرو اترو ته وده ورکړي. څو شپې دمخه دنيويارک په کولمبيا پوهنتون کي دغه ټولني د مسلمانانو او يهودانو ترمنځ د اړيکو د ښه کولو تر سرليک لاندي غونډه جوړه کړې وه ما غوښتل چي پر وخت ورسم خو يوڅه ناوخته ور ورسېدم. خو زما يو انډیوال خبريال چي هغه هم مسلمان دی دمخه لا ځان رسولی و. د اريانتيا ځای خو دا و، چي په ټوله غونډه کي بېله موږ دوو کسانو څخه نور ټوله  هغه سهيونيستي يهودان راټول سوي ول چي ټوله تالار په ډک و.  دوی دخپلو کړو وړو او خبرو څخه په ډاګه مسلمانان په تېره فلسطينيان په ډېره سپين سترګۍ غندل او د دوی په خبره ترهګر يې بلل او اصلاُ يې دعربي هيوادونو ټوله نېکمرغي د يهودانو دلاس برکت بلله. په ټوله غونډه کي يکي يوه کس هم داسي خبره نه ده کړې چي تعادل دي يې پکښي ساتلی وي. زما انډیوال يوڅه احساساتي سو او د دوی په خبرو کي يې د فلسطينيانو په ملاتړ مداخله وکړه او مازې دوې درې خبري وکړې چي يوه پلا دهري خوا څخه د دې  افراطي يهوادانو له دنيوکو او نارو باران پیل سو چي ځينو خو بېخي زړه و، چي بريد باندي وکړي. خو ما تلوار وکړ او په تراټ ځني راووتو. تر دې پېښي وروسته زه فکرنه کوم چي د مړه خبريال ډانيال پرل دنظر او هويت پېژندل دي څه ستونځمن کار وي.
تردې پېښي څه موده وروسته دلې په نيويارک د اسيايي خبريالانو په يوه غونډه کي مي د اوردون څخه راغلې يوه خبرياله رعنا سويز وليده. دې هم خورا عجبه کيسه راته وکړه چي دلوستونکو سره شرېکول يې بې ځايه نه بولم.
دا وايي زه چي کله په اوردون کي وم نو ما د ملګرو ملتونو دکډوالو په ټولنه کي دنده درلوده. د امريکايي ټلوېزون سي. اين. اين نامتو خبرياله کريټينا امانپور تېرکال اوردون ته دهغو عراقي کډوالو په باره کي د راپور جوړولو ته راغلې وه او د دې د راپور موضوع هغه عراقۍ کډوالي وې چي د سخت ژوند دلاسه اخلاقي انحرافاتو ته مجبوره سوي وې. رعنا وايي دا چي ما په اړونده اداره کي کار کاوه نو زما مرسته يې راڅخه وغوښته. ما دخپل وس سره سم کومک ورسره وکړ او هغه تعداد او شمار چي دکډوالو په چوکاټ کي رامالوم و نو ما دې ته ورکړ.
آغلي رعنا وايي د هغو ښځينه عراقيانو کډوالو تعداد چي ما کريسټينا ته ورکړی هغه لسګونه کېده خو څو موده وروسته مي د سي. اين. اين په ويبپاڼه کي هغه وليده چي دا تعداد تر زرګونو اوښتی و. ما سمدستي برېښناليک ور واستاوه او وضاحت مي ورته وکړ چي شايد د دوی څخه اشتباه سوي وي چي دا شمېره سمه نه ده ځکه دونه شمېر عراقۍ کډوالي په فحشاء نه دي اخته دا خبره غلته ده. زه د دې مسوليت په غاړه نه اخلم.

رعنا وايي چې څوشپې وروسته مي هم دبرېښناليک ځواب ترلاسه نه کړ نو مي بيا څو څو واره تليفونونه ور وکړه او کريسټينا ته مي دا خبره وکړه هغې راته وويل چي دا اشتباه به تصحيح کړي خو دا وايي چي په وارو وارو يادونو وروسته هم دا خبره يا اشتباه سمه نه سوه. اوس يې نو د انصاف کاڼی ستاسي په لاس کي.