د وسلوالو طالبانو يوتن سيمه ا ييز قوماندان ومنله، چې د اريانا تلويزيون رييس او په افغانستان کې د سويلي اسيا د خپلواکو ژورناليستان د ټولنې ( سفما) مشر احسان الله ارينزى له دوى سره و ، نوموړی پرون ماځيګر د قومي مشرانو او سپين ږيرو په منځګړيتوب په وردګ ولايت کي د طالبانو د مشرتابه د پريکړي سره قومي مشرانو او سيمه ايزو سپين ږيرو ته وسپارل سو .
ارينزى د تېرې جمعې په ورځ د ميدان وردګو له سيد اباد ولسوالۍ څخه چېرته، چې دده کور هم دى، له يوه بل ملګري محمد اصف وردګ سره تښتولى و ، چې اصف وردګ وروسته طالبانو خوشې کړ او ارينزی پرون ماښام خوشي سو .
د ملا فاروقي په نوم يوتن ، چې ځان په ميدان وردګو ولايت کې د وسلوالو طالبانو سيمه ييز قوماندان معرفي کوي، له يوه ناڅرګند ځاى څخه رسنيوته ته وويل چې ارينزى يې د احسان الله بيات د ناسم سياست او د پلوي لرونکيو مرستو له امله نيولى و ،هغه زياته کړه چې افغاني پانګوال که بشري مرستې کوي ، نو بايد ټولو افغانانوته يو شان وي او له توپيرونو څخه ډډه وکړي نوموړي وويل چې ارينزى دوى ددې لپاره نيولى و ، چې هغه د افغان بيسيم او د بيات دبنسټ يو فعال غړى دى او دوى له هغه سره کومه شخصي ستونزه نلري .
فاروقي وويل چې ارينزى يی د اسلامي امارت د مشرتابه د پريکړي سره خوشي کړ . د ښاغلي ارينزي د کورنس يوه غړي لراوبر ته د ټيلفون پر کرښه وويل چي نوموړی روغ رمټ دی او طالبانو ورته کوم زيان نه دی رسولی .
ښاغلي ارينزي د بند پرمهال پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چي : (( زه د دداسې مسايلو په اور کې سوزم ،چې په ما پورې اړه نلري او زما له وسه پورته خبره ده .)) نوموړى وايي چې دى دافغان بيسيم او اريانا تلويزيون يو کارمند دى او ددې توان نلري چې د بيات بنسټ سياست تغير کړي .د طالبانو له پرځېدو وروسته احسان الله بيات د افغان بيسيم مخابراتي شرکت او اريانا تلويزيون په برخو کې د پانګې اچونې او فعاليت ترڅنګ د بيات بنسټ له لارې بشري مرستې هم کوي.
په پام کي ده چي ښاغلی ارينزی به نن په کابل کي يوې خبري غونډي ته وينا وکړي .