ناځوانه مرګه دومره خومې پوه كړه په دې راز چې
داهروختي زموږ دسرسړي په كومه وړې
دكابل څلورګونوپوهنتونونو محصلينو نن سې شنبې سهار دبېلابېلو غونډو په ترڅ كې دمرحوم الحاج پوهاند دكتور غلام صديق محبي مړينه يوتل پاتې وير وګاڼه.
يادو محصلينوچې له ځان سره يې په تورو تيكو ليكلي شعارونه له ځان سره لېږدول په هغو كې يې دپوهاند محبي مړينه يوه نه جبرانونكې ضايعه بللې وه.
ياده دې وې چې دآسيادفزيك دعلم ستر پوه اودهېواد دعلم او پرمختك دډګر سالار پوهاند دكتور غلام صديق محبي دلوړوزده كړو دلومړني وزير او دكابل پوهنتون دلومړني انتخابي رئيس په توګه دنده ترسره كړې وه او دمرګ ترورځو وړاندې هم دكابل پولېتخنيك پوهنتون داستاد په توګه پاتې شوي ؤ. چې تېره ورځ دپېښور دالرحمن مېډيكل سنټر كې دپنځه اتياكلونوپه عمر دورپېښې ناروغۍ له امله وفات اوپه پام كې دى چې نن ديولسوبجو په شاوخواكې دجنازې دلمانځه له اداكولو وروسته دكابل ښار دقرغې دفاميليو ترڅنګ خاوروته وسپارل شي.