کور / تازه خبرونه / د وردګو د کمپاين قوماندان له ملګرو سره ووژل شو

د وردګو د کمپاين قوماندان له ملګرو سره ووژل شو

وسله والو طالبانو د وردګو ولايت د جلريز ولسوالۍ امنيه قوماندان جنرال رجب د ماين په واسطه له خپلو ملګرو سره وواژه.


د وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د دي پيښې د پخلي ترڅنګ وايې چې له جنرال رجب سره دري پوليس هم وژل شوي دي.


نوموړي وويل چې تيره شپه د ولايت په مرکز ميدان ښار باندي هم څو توغندي ويشتل شوي دي، خو کوم تلفات يي نه دي اړولي، خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له يوه ناڅرګند ځاي څخه د ټېلېفون په کرښه وويل چې ملګرو يي تيره شپه د ولايت په مرکز ميدان ښار باندي څو توغندي ويشتلي او دوي ته د رسيدلو معلوماتو له مخي د ولايت امنيه قوماندان جنرال مظفرالدين هم ټپي شو ي دي.


مجاهد زياته وي چې د دي ترڅنګ يي تيره شپه د چغتو په ولسوالۍ هم بريد کړي او هم يي د سيداباد سالارو او عزيز کلا ترمنځ د کمپاين٣٠ موټر سوځولي دي چې سرف موټر او ټېلر هم په کي شامل دي.


مجاهد وايې چې د کمپاين د امنيتي کمنۍ يوه مشر د قاسم په نوم هم وژل شوي دي.


د ده په وينا په دغه جګړه کې د طالبانو ته هيڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو دولتي وياند شاهد الله شاهد يوازې په بريدونو کې د دريو موټر او پنځو تنو وسله دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله مني.


شاهد وايې چې د عزيز کلا نه تر سالارو پورې نن د ورځي جګړه شوې وه خو دقيق معلومات نه تري لري.


د وردګو ولايت د هغه ولايتونو څخه دي چې په دې وروستيو کې نا امنيو او جنګ جګړو په کې زور اخيستي دي.