کور / خبرتیا او پيغامونه / د لوړو زده كړو لومړنى وزير پوهاند محبي وفات شو

د لوړو زده كړو لومړنى وزير پوهاند محبي وفات شو

دسردارمحمد داؤود خان دجمهوريت پرمهال دلوړوزده كړو لومړنى او پخوانى وزير، دكابل پوهنتون لومړنى رئيس او دكابل پوليتخنيك پوهنتون استاد الحاج پوهاند دوكتور غلام صديق محبي نن ګل (دوشنبې) دغبرګولي په دوه ويشتمه نېټه غرمه مهال ۱۲بجې دپېښور په الرحمن مېډېكل سنټر كې په حق رسېدلى دى .


انالله وانا اليه راجعون

په پام كې دى چې دمرحوم الحاج پوهاند دوكتور غلام صديق محبي جنازه نن له پېښور څخه كابل ته راولېږدول شي اوترهغه وروسته دده په پلرني ټاټوبي دغزني ولايت دانډرپه ولسوالۍ كې خاوروته وسپارل شي.


د لراوبر افغانستان ويبپاڼي اداره او ټول کارکوونکي د ارواښاد استاد پوهاند ډاکټر غلام صديق محبي په مړينه د ژوري خواشينۍ څرګندونه کوي او له لويه خدايه نوموړي ته د بخښني او کورنۍ ته يې د لوی صبر دعا کوي .


د غلام صديق محبي دمړينې له امله د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د غمرازۍ پيغام


دلوی او نياومن خدای په نامه


د افغانستان کلتوري ودې ټولنې مشرتابه جرګه ګۍ، دسردارمحمد داؤد خان دجمهوريت پرمهال دلوړوزده كړو لومړني او پخواني وزير، دكابل پوهنتون لومړنى رئيس او دكابل پوليتخنيك پوهنتون استاد الحاج پوهاند دوكتور غلام صديق محبي ، د مړينې له امله  دده کورنۍ ، دوستانو او د علم اوفرهنګ مينه والو سره غمرازي کوي او د نوموړي روح ته دعا کوي .


انالله وانا اليه راجعون


    د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې پتيلې وه ، چې ارواښاد محبي صيب به هغه سيمينار ته دمقالې لوستلو لپاره رابولي ، چې د اکټوبر په مياشت کې د شهيد محمدداؤد خان په هکله جوړيدونکی دی لېکن له بده مرغه ، چې زموږ دغه ارمان نيمګړی پاتې شو .


  ارواښاد غلام صديق محبي ډېر کلونه د افغانستان د معارف او دپوهې د رڼا د خپريدو لپاره مشال په ﻻس درلود تر هغه ، چې ژوند ده ته مهلت ورکړی .


روح دې ښاد وي


امين يارب العالمين


دافغانستان د کلتوري ودې ټولنه -جرمني

تبصره نسته

  1. دپوهاندد اکتر غلام صديق محبي

    د وفات په اړه

    د سلام فرهنګي ټولني د غم شريکی ليک

    په درد او وير مو خبر تر لاسه کړ چي د هيواد نامتو فزيک پوه اووياړ من سياست وال او
    د هيواد د لوړو زدکړو لومړنی وزير پوهاند داکتر محبي د دې نړۍ وکوچېدی.

    انا الله انا اليه راجعون

    سلام فرهنګي تولنه او اړوندا يې د دې ستر غم له امله د خپلي خواشنی څرګندوني کوي. د
    لوی خدای څخه متوفی ته فردوس جنت او دوستانو ته يې د زړه صبر دعا کوو.

    امين يا ر ب العالمين
    د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
    پوهنوال رسول باوري

  2. د مرحوم پوهاند داکتر محۍبی صاحب د‌‌ مړینی په اړه
    د افغانذملت ګوند د غم شریکی لیک
    په خوشینی سره مو نن د ښاغلی داکتر محیبی د مړینې خبر تر لاسه کړ
    انا اللله و انا الیه الراحعون
    د مرحوم محیبی صاحیب مړینه ټولو پښتنو ته یوه ستره ضایعه ده د لوی الله څخه ده ته د
    جنت فردوس او کورنی ته یی دصبر د عا کوو
    امین یا رب العالمین
    د افغان ملت ګوند اروپایی برخه
    محمد عظېم سپین

  3. دخواخوږۍ پيغام
    په ډيره خواشينۍ موخبرترلاسه کړ چي دافغانستان دلوړو اومسلکي زدکړووزير پوهاند
    ډاکتر غلام صديق محبې له دې دنيانه دابد لپاره سترگې پټې کړې .
    انالله وانا اليه راجعون
    موږ پداسي حال کي چي دنوموړې مړينه دارواښاد دکورنۍ
    ټولوغړو،دوستانواوهيوادوالولپاره لويه علمی ضايع بولو،دلوي څښتن له دربارنه ارواښاد
    محبي صاحب ته فردوس جنت اودوستانوته ئې دزړه صبر غواړو.
    روح دې ښاد اوياد دې ابدی وي .
    په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب
    حبيب الله غمخور

  4. دخواشينۍ اوخواخوږۍ پيغام
    موږ خوکله هم دخوښۍ اوخوشالۍ زېری اوپيغام نه دی اورېدلی. تل او پرله پسې مودغم او وير انګازې دغوږو پر آسمان توري اورېځې له ټکو سره را خپرېږ وي .
    دالحاج پوهاند ډاکتر غلام صيديق (محيبي) صاحب مرګ نن بيا زموږ په غولي دغم او وير ټغر راوغوړاوو . خدای (ج)بښلی دصداقت،محبت،صميميت، رښتينو لي او ورولي يو مثال وو. په هر ډول حالاتو کې يې د ژوند تر پايه پوري دپوهي دخپرولو ډېوه رښانه وساتله . خداوندمتعال (جله جلاله) دې فردوس جنت په نصيب کړي .
    انالله وانا اليه راجعون
    عبدالسلام

  5. په ډېره خواشینۍ خبر شوم چې دافغانستان ستره شتمني پوهاند محبي ابدي نړۍ ته کوچېدلی دی،دالله(ج)له ستردربارنه یې اروا،ښاده غواړم اودافغانسان له اوسېدونکونه غواړم چې نور نو دپوهي دلاسته راوړلو په موخه خپل خوځښت پیل کړي ادارواښاد اروا دتل لپاره لا ښاده کړي.

  6. Grano wrono pa der tasof aw la gham na dak khabr na chi pa hagha ki de Afghanistan de fezik plar de mleni khabar nghashtai wa wawred aw bya me walost,de ma de nejdi ledalai wa aw pejandalai wa ,laka dai bal dase cuk ba bya zamong watan ke paida nashi… arwah de e shada aw khodai de da hagha janatona nasib kli.qalo inalelahi rajion.

  7. په ډیره خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چه د افغانستان د لوړو زده کړو لمړنی وزیر
    ،ستر علمی شخصیت او د آسیا په سطحه ستر فزیک پوه الحاج پوهاند ډاکتر غلام صدیق محبی
    له دی نړی څخه سترګی پټی کړی انا لله و انا الیه راجعون .
    د خدای بخښلی پوهاند صاحب محبی مړینه د ټول افغان ملت او سیمی لپاره یوه نه
    جبرانیدونکی ضایعه ده.
    دلوی خدای ج څخه مرحوم پوهاند صاحب ته فردوس جنت ،کورنی او ټول ملت ته د جمیل صبر
    دعا کوم.
    زه په خپل وار سره په دغه ستره غمیزه که ځان شریک بولم.
    د خدای بخښلی پوهاند صاحب مړینه په علمی او اکاډمیک ډګر کی د هیواد دلوړو زده کړو
    موسسو ته یوه ستره ضایعه ده چه هیڅکله به جبران نشی.
    زه د خدای بخښلی پوهاند صاحب د شاګرد په صفت له هغه نه ډیری ښی خاطری لرم چه په دغه
    لیکنه کی یی د لیکلو ضرورت نه وینم.
    د اوس لپاره له ټولو لیکوالانواو د قلم له خاوندانو څخه دا هیله کوم چه د مرحوم
    پوهاند صاحب د علمی او سیاسی شخصیت او د هغه د آثارو په باره کی معلومات را غونډ
    کړی او ددی او نورو ویبپاڼو له لاری یی خپاره کړی.
    که څه هم د نوموړی د پوره پیژندو لپاره خو کتابونه باید ولیکل شی خو د اوس لپاره به
    مو له دغه ستر علمی شخصیت سره آشنا کړی.
    څنګه چه زه دهغه شاګرد وم ما په هغه وخت کی دده په اړه ډیر څه اوریدلی وو مثلآ وایی
    چه مرحوم پوهاند صاحب په روسی پوهنتونوکه درس ورکړی وو او ویل کیدل چه هغه په هستوی
    فزیک که لوړی زده کړی او تحقیقونه کړی دی او داسی نور معلومات.
    خو فکرکوم چه دغه معلومات باید لا روښانه شی.
    که څه هم زه لیکوال نه یم خو که د پولی تخنیک په پوهنتون کی وای نو ما به حتما ددغه
    ستر علمی شخصیت په هکله اړین معلومات له نورو استادانو څخه چه له نوموړی سره یی له
    ډیره وخته نژدی کار کړی وو را ټول کړی وای.
    خصوصا د مرحوم پوهاند صاحب زوی پوهنوال ډاکترصفی الله محبی چه د پولی تخنیک په
    پوهنتون کی استاد ده د ددی ډول اړینو معلوماتو ښه منبع کیدای شی.
    او دغه معلومات به می دلراوبر او نورو وییپاڼو له لاری و لوستونکو ته چمتو کړی وای
    خو افسوس زه اوس د پولی تخنیک له پوهنتونه لیری یم.
    د مرحوم پوهاند صاحب د مړینی خبر ما لومړی ځل په لراوبر ویبپاڼه کی ولوست چه د همت
    الله امین زی لخوا لیکل شوی وو زه فکرکوم چه ښاغلی امین زی اوس د پولی تخنیک په
    پوهنتون کی محصل ده(که زما اټکل صحیح وی)نوزما غوښتنه خصوصا له امین زی صاحب ته
    راجع ده چه ددغه ستر علمی شخصیت په باره کی هر اړخیز معلومات راغونډ کړی او ددی
    ویبپاڼی له لاری یی لوستونکو ته وړاندی کړی.
    چه په دغه کارسره به نه یواځی زه بلکه ډیر لوستونکی دده منندوی وی.
    په آخر کی دخپلی لیکنی د جملاتو د نه ترتیب بخښنه غواړم هیله ده چه ومی بخښی او یو
    ځل بیا هم د لوی خدای ج له دربار څخه و پوهاند صاحب ته د فردوس جنت دعا کوم.
    روح دښاد او یاد د تل وی.
    په درناوی بریالی تره کی.

  8. د خداى بښلي استادپوهاد محبي د مړينې خبر زه هم لکه د نورو افغانانو په څېر ډېر زيات خواشينى کړم. مرحوم پوهاند صاحب محبي د گران هېواد او د نړۍ په سطحه نوموتلى فزيک پوه وو. ماته هم دا وياړ په نصيب شوى دى چې زه هم د هغه زده کوونکى وم او له هغه څخه مې ډېر څه زده کړي دي. مرحوم پوهاند صاحب د گران افغانستان د اولاد په روزنه کې هر ډول زيارونه گاللي وو او دغه زيارونه دې لوى خداى ج په خپل کرم او رحم سره د هغه مرحوم د ايمان په تله کې واچوي. زه او زما کورنۍ په خپل وار په دې درانده غم کې خپل ځانونه شريک بولو. لوى خداى ج دې ورته په خپل رحم او کرم سره په جنت فردوس کې ځاى ورکړي او قبر دې ورته د جنت فردوس بڼ وگرځوي. د هغه مرحوم ټولې کورنۍ ته د لوى خداى ج له دربار څخه د جميل صبر غوښتنه کوم. په درناوي
    انجينر عبدالوکيل متين
    امريکا