کور / تازه خبرونه / يو ډېر په زړه پوري خبر!

يو ډېر په زړه پوري خبر!

د چين حکومت وايي په غره کي د يوه کان تر نړېدو ٢٥ ورځي وروسته يې درې کسه ژوندي ژغورلي دي.

د چارواکو په وينا ٢٥ ورځي دمخه په جنوبي ايالت زومين کي د ډبرو د سکرو يا کولا يو کان راونړېدئ، چي ١٦ تنه ګارګر په کان کي بند سول. د بندو کسانو له جملې څخه يو تن يې په لومړۍ ورځ مړ راکښل سوئ و، خو درې نور کارکوونکي نن تر پېښي ٢٥ ورځي وروسته ژوندي را ايستل سوي دي.

ژغورل سوي کسان روغتون تللي او ډاکټرانو يې د روغتيايي حالت په باب بشپړ ډاډ ورکړي دئ.

د زومين ايالت چارواکي وايي د درو ژونديو کسانو تر موندلو وروسته يې د پاته ١٢ کسانو د موندلو هڅي چټکي کړي دي.