کور / تازه خبرونه / د مشرانو جرګه: CIA ناقانونه کارونه کوي

د مشرانو جرګه: CIA ناقانونه کارونه کوي

 

د امريکا د سنا مجلس يا مشرانو جرګه د دغه هيواد استخباراتي شبکه په ناقانونه کارونو تورنه کړې ده.

د مشرانو جرګې غړى او د استخباراتي کمېټې مشر ډياني فنس ټين وايي د سي آى اې له خوا د سپټمبر د ١١ تر پېښو وروسته ځيني بېړني ګامونه اخيستل پر ځاى کار وو، خو له سنا مجلس څخه د ترهګرۍ خلاف جنګ کي د ځينو معلوماتو پټول يو ناقانونه کار دئ.

ډياني فنس ټين وايي د بوش د ادارې له خوا سنا ته د استخباراتي معلوماتو نه وړاندي کول د ترهګرۍ خلاف جنګ کي د هغه د ناکامۍ سبب سو.

همدا راز د ديموکراتانو د ګوند غړي سناتور ډک ډربن وايي د مشرانو جرګه يا د سنا مجلس په دې باب له ولسمشر باراک اوباما څخه د يوه کمېسون د تعينولو او د تحقيقاتو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه..