کور / تازه خبرونه / حامد کرزى په کندهار کي دئ

حامد کرزى په کندهار کي دئ


د دوشنبې په سهار ولسمشر حامد کرزى او د کابينې لوړ پوړي وزيران په يوه نااعلان سوي سفر کندهار ته رسېدلي دي.

د کندهار ښاريان وايي د کرزي له ورتګ سره سم سر له سهاره په دغه ښار کي پر غير معمولي ډول د پوليسو ګڼه ګوڼه او پرچوکونو تلاښۍ زياتي سوي وې.

کندهار ته د ولسمشر کرزي د سفر اصلي موخه نه ده څرګنده، خو ناتايېد سوي خبرونه وايي چي په دې سفر کي له ولسمشر کرزي سره د ننګرهار والي ګل آغا شيرزى هم ملګرى دئ او موخه يې په راتلونکو ټولټاکنو کي د کندهار او جنوب لوېديځي حوزې له قومي مشرانو څخه د ملاتړ د ډاډ ترلاسه کول دي.

ولسمشر کرزى په تېرو څو کلونو کي په حکومت کي د فساد او درغليو په خاطر د افغان ولس او نړيوالي ټولني له نيوکو سره مخ دئ، او په پښتني سيمو کي د امريکايانو د خپل سرو بمباريو او تلاښيو له امله د پښتنو او په ځانګړې توګه د جنوب لوېديځي حوزې د مشرانو له ملاتړ څخه بې برخي سوئ دئ.

داچي ولسمشر کرزى په دې سفر کي له کندهاريانو سره کومي ژمني کوې؟ او قومي مشرانو سره څه وايي؟ په دې باب جزيات به وروسته خپاره سي.