کور / تازه خبرونه / چاودني امنيه قومندان وواژه

چاودني امنيه قومندان وواژه


د افغانستان د کورنيو چارو وزارت تائېد کړه چي نن سهار د ميدان وردګ ولايت د جلريز ولسوالۍ امنيه قومندان په يوه چاودنه کي وژل سوئ دئ.


طالبانو د دې قومندان د وژلو مسئوليت پر غاړه اخيستئ دئ او وايي د چاودني له کبله د پوليسو يو موټر په بشپړه توګه له منځه تللئ دئ.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چاودنه د دوشنبې په سهار د جلرېز ولسوالۍ په کټه سنګ کلي رامنځته سوې چي پر امنيه قومندان سربېره درې نور پوليس هم وژل سوي دي.