کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن بیا هم تر ډیره له انتخاباتي کمپاینونو سره تړلې مسایل او روانه امنیتي راخستې او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې چمتو کړې دې.


ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې په یو مطلب کې په خوست کې د ډاکټر عبداله د پلویانو په غونډه کې د پیسو د ویش پر سر لانجې خبر ورکړې.

ورځپاڼې په دوام کې د رحمت بي بي په نامه د غونډې د یوې برخوالې د خبرو دا ټکې راخستي، چې زه کاندید ماندید نه پیژنم یوازې د پیسو لپاره راغلې یم ځکه راته ویل شوي وو، چې بیسې درکول کیږي.

ورځپاڼې د راروانو انتخاباتو په اړه په یو بل مطلب کې د امریکا د ځانګړې استازي په حواله لیکلي دي، چې د نړیوالو څارونکو او د امریکا د ځانګړې ډلې په حضور کې به د افغانستان راروان انتخابات ازاد او عادلانه انتخابات وي.

ورځپاڼې د شمال امینیتي وضعې ته هم کتنه کړې او لیکلي دي، چې د انتخاباتو له نږدې کیدو او په هلمند کې د طالبانو په خلاف د عملیاتو له پیل وروسته په شمال کې تاوتریخوالې او حملې زیاتې شویدي.

 هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ولسمشر کرزي او د برتانیې د صدراعظم په پرونیو ټلیفوني خبرو کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو په اړه شوي ټینګار ته په اشارې لیکلي دي، چې امریکا او ناټو باید د مسئلې ته لومړیتوب ورکړي.

په ورځپاڼه کې د هغې غوندې خبر هم ورکړل شوې، چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ جوړه شوې وه او په ترڅ کې يې د انتخاباتو لپاره روانې تیارۍ واروزل شوې.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د بهرنیو سلاکارانو امتیازات هم څیړلي او لیکلي دي، چې له افغانستان سره د مرسته شویو پیسو زیاته برخه دغو سلاکارانو وتښتوله.

راه نجات:

دې نادولتي ورځپاڼې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما وروستیو څرګندونو ته په اشارې، چې ویلي له انتخاباتو وروسته د افغانستان په اړه د واشنګټن سیاست به وارزوي دا پوښتنه کړې، چې ولې امریکا او نړیواله ټولنه په افغانستان کې خپلې ستراتیژۍ بیا بیا بدلوي.؟

ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د برتانوي سرتیرو په مرګ ژوبله کې وروستۍ زیاتوالې ته په اشارې ددغه هیواد د صدراعظم په حواله لیکلي دي، چې د سرتیرو مرګ ژوبله ددوی د بریا مخه نشي نیولې.

په ورځپاڼه کې د انتخاباتو د خپلواک کمسیون په حواله لیکل شویدي، چې د راې اچونې د پاڼو لومړنۍ برخه ، چې په برتانیه کې چاپ شوي هیواد ته راورسیدله.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د هیواد په ځینو ولایتونو کې د وسلوالو مخالفینو د ګواښونو له امله د تړل شویو دیني مدرسو په بیا پرانستنې ټینګار کړې او لیکلي دي، چې دولت باید د قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته دا ستونزه هواره کړي.

خو اصلاح بیا هم د ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ لیکنې تبصره کړې، چې پکې افغانانو ته سپکاوې شوې وو او لیکلي دي، چې دغه ورځپاڼه باید خپلې خبرې بیرته واخلي.

 ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د برتانیې د صدراعظم په حواله په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې په هلمند کې د برتانوي سرتیرو جنګ ددغه هیواد واټونو ته د ترورزم د رسیدو مخنیوې دې.

دې ورځپاڼې بیا د جمهوري ریاست د کاندیدانو په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي، چې خلک لا هم کاندیدان نه پیژني.

ورځپاڼه ددې یو علت د کاندیدانو د شمیر زیاتوالې او د هغوی لخوا خلکو ته د خپلو پروګرامونو په اړه د معلوماتو نه ورکول بولي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا د ولسمشر کرزي په روانو اهڅو تبصره کړې خو لیکلي دي، چې دې د خلکو د زړه او دماغ نه غورزیدلې دې.