د امريکا د دفاع وزارت منلې چي د شنبې په ورځ يې دوه سمندري پوځيان په هلمند ولايت کي وژل سوي دي.
دغه پوځيان په ګرمسېر ولسوالي کي د ماين د يوې چاودني له امله وژل سوي چي تېره اونۍ امريکايي او افغان ځواکونو له طالبانو څخه ونيوله.
د هلمند عمليات چي له تېرو لسو ورځو راهيسي روان دي، د امريکايي پوځيانو په وينا له طالبانو څخه يې ددغه ولايت نادعلي، ګرمسېر او خانشين ولسوالۍ له طالبآنو څخه نيولي دي.
په دې عملياتو کي ٤٠٠٠ امريکايي او ٦٥٠ افغان ځواکونو برخه اخيستې ده.