" /> " /> " /> " /> د دوستم د جنگي جناياتو دوسيه – لراوبر ویب پاڼه
کور / ترخې خبري / د دوستم د جنگي جناياتو دوسيه video

د دوستم د جنگي جناياتو دوسيه video

 


د جنگي مجرمانو سره د ښاغلي حامد کرزي وروستيو ايتلافونو په امريکايي مطبوعاتو کي زياتي اندېښنې را پورته کړيدي.  اکثره رپوټونه وايي چي ښايي همدا ايتلافونه د حامد کرزي په تاوان تمام سي، ځکه زياتره افغانان د ديرش کلن ناروين له قومندانانو څخه بدي خاطرې لري، او اکثره خلک د هغوى محاکمه کول غواړي. په يوې ټولني کي، د عدالت احساس  د قانون د حاکميت، د مشروعيت، او د  دايمي سولي او ثبات د ټينگېدو لمړۍ پخه خښته ده.  په مقابل کي، که چيري په يوې جامعې کي د عدالت احساس نه وي، هغه ټولنه تل بې ثباته او ناکراره  وي.  عدالت ته د جنگي مجرمانو راکشول د جنگي شرايطو، بديو، او احساس د ختمولو لپاره  ضروري کار دى.  د انصاف او عدالت د ټينگولو لپاره هر وخت او هر ځآى مناسب دى.  په يوې جنگځپلې جامعې کي، د ملي روغي جوړي او يوموټي کېدو د پروسې د تقويه کولو لپاره د جنگي جنايتکارانو محاکمه کېدل پراخ رغونکي اثرات لري. په ټولنه کي ملي وحدت، برابري، اعتماد، او ورورولي راولي.  پدې ترتيب، په افغانستان کي د ټولو جنگي جنايتکارانو محاکمه ضروري ده، خو عبدالرشيد دوستم عدالت ته راکشول يو ملي او ايماني فرض دى.  هغه د افغانستان په معاصر تاريخ کي مستند او ثبت سوي جنايات کړيدي. د  دوستم نه محاکمه کول په عدالت، انصاف، او د قانون په حاکميت باندي ملنډي وهل دي.  همدا راز، هغه ته په حکومت کي لوړ مقام ورکول په دولت، حکومت، او سياسي اتوريټي باندي مسخرې کول دي.  پدې اونۍ کي د گردو رپوټونو لنډيز ولولئ.

د نيويارک ټايمز اخبار د جولاى پر ١١ مه ليکي:  د بشرد حقوقو موسسې او د متحده ايالاتو ځيني مامورين وايي د بش ادارې څو څو ځله د امريکا په ملاتړ د هغه افغان جنگ سالار د جنگي جناياتو د څېړونو مخه ونيوله چي ښايي په زرهاوو خلک يې په ډله ايزه توگه قتل عام کړي وي.  متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت ځيني مامورين وايي د بش ادارې نه غوښتل چي د عبدالرشيد دوستم پر خلاف د بشري حقوقو د موسساتو له تحقيقاتو سره همکاري وکړي ځکه دوستم د سي. اې. ې معاشخوره وو، او د هغه مليشاوو د امريکا د خاصي قوې سره  د طالبانو په تعقيب کي همکاري کوله.




د نيويارک ټايمز ورځپاڼه اضافه کوي دا لا څرگنده نده چي د اوباما اداره به کله دې مسلې ته پوره توجه وکړي.  مگر پدې وروستيو اونيو کي د خارجه وزارت مامورينو هڅه کړېده چي د جنرال دوستم د پوځ لوى درستيز کېدو مخه ونيسي. د متحده ايالاتو  بهرنيو چارو د وزارت مامورين وايي د اوباما اداره د دوستم پرخلاف د څېړنو د پيلولو مخالفه نه ده.

اخبار وايي د دشت ليلي  قتل عامونو ښايي د ٢٠٠١ راپدې خوا تر ټولو پراخ ډله ايزي وژني او قتلونه وي.  پدې جنگي جنايت کي د دوستم لاس په داسي وخت کي رابرسېره کېږي چي هغه د حامد کرزي مهم ملگرى دى.  د جنگي جناياتو  د څېړولو لپاره د متحده ايالاتو پخوانى سفير ښاغلى پراسپر وايي: “که چيري تاسو دوستم بېرته حکومت ته راولئ، دا به ضرور پر ډيموکراسۍ، پر حکومت او هم د خلکو پر اعتماد باندي اغېزه وښندي. هغه ټينگار کوي چي د اوباما حکومت بايد هرو مرو د ٢٠٠١ د  قتل عامونو په اړه تحقيقات شروع کړي.  هغه زياتوي، “د انصاف او عدالت لپاره هر ځآى او هر وخت مناسبه موقع او ځآى دى .” 




نيويارک ټايمز ليکي په داسي حال کي چي د افغانستان په ارتباط د اوباما حکومت تعهد لا زيات سوى دى، خو په عين زمان کي يې د حامد کرزي له حکومت سره فاصله ورځ په ورځ زياتېږي، ځکه د حامد کرزي حکومت نهايت منفور او فاسد دى.  د بهرنيو چارو مامورين وايي مېرمن کلنټن او د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا خاص استازي ښاغلى هولبروک حامدکرزي ته ويلي دي چي د دوستم د بيا راتگ او مقررېدو سره مشکلات لري. يو امريکايي مامور وايي هر څوک چي په جنگي جناياتو تورن وي بايد پوره وڅېړل سي.  د متحده ايالاتو د خارجه وزارت د ٢٠٠٢ يو سند وايي  د دشت ليلي په قتل عامونو کي  په زرهاوو طالبان وژل سوي ول. په ٢٠٠٨ کي د ملگروملتونو يوې ډلي څېړونکو د ډله ايزو قبرونو د اثارو د خرابولو او ورکولو هڅي کشف کړې.  د سټلايټ عکسونه ښيي چي په ٢٠٠٦ کي د دشتي ليلي د ډله ايزو قبرونو خرابول پيل سوي ول. 

نيويارک ټايمز ليکي د بش په پېر کي د دوستم د جنگي جناياتو په باب د تحقيقاتو د پرانيستلو غوښتني  په حکومت کي ډېر لږ پلويان لرل.  د پنتگان مامورينو هڅه کوله چي د  دوستم پر خلاف د هر راز اقدام مخه ونيسي.  هغوى ويل: اوس ډېر حساس وخت دى، او يا اوس ددې خبرو وخت ندى.

د متحده ايالاتو پخوانى سفير ښاغلى پراسپر وايي د حامد کزري حکومت راته ويل چي د دوستم پر خلاف د هرراز اقدام مخالف دي.  هغه اضافه کوي په واشنگټن هم د سخت مخالفت سره مخامخ وو. په  ٢٠٠٢ کي، خليلزاد په ډاگه ورته وويل چي د دوستم په اړه د تحقيقاتو سره موافق ندى.  هغه وايي زه مجبوره سوم چي د څېړنو غوښتنه پرېږدم.  هغه په ٢٠٠٥ کي د بش حکومت پرېښود.    

بلخوا، د يو ايس نيوز مجله پخپل ويب سايټ کي د جولاى پر ١٠ مه ليکي:  قريب ٤٠٠٠ مرين عسکر په هلمند کي د طالبانو پر خلاف نظامي عمليات پيل  کړيدي.  ناټو  پدې سيمه کي څو ځله مخکي هم جنگونه کړي او هم يې تلفات ورکړي، او کله چي دوى لدې ځايونو څخه ووتل، سمدستي طالبانو همدا سيمي بېرته ولکه کړې.  د برتانيې عسکر همدا نيمگړي عمليات د چمن د وښو  له رېبولو سره مقايسه کوي.  خو بيا هم د کندهار او هلمند  زياترو سيمو ته د ناټو عسکر گردسره ورغلي ندي. له پاکستان څخه طالبان گرمسير ته اوړي او بيا سيده په هلمندکي تېريږي او روزگان ته ځي. 

د ٢٠٠٨ د مې مياشتي کي، امريکايي مرين عسکروگرمسير ونيو. خو وروسته پنتگان د عسکرو دکمښت له لبکه گرمسير انگريزي قواوو ته پرېښود.  خو دا ځل، مرين عسکر  هلمند ته د نيولو، پاکولو او ساتلو په نيت ورغلي دي.  امريکايي قومندانان وايي اضافه او تازه دمه عسکرو ته اړتيا لري. امريکايي قومندانان وايي دا معلومه نده چي په راتلونکو اونيو کي به ددې سيمي په کليو او ښارگوټو کي د څه راز شيانو سره مخامخ سي. 

بلخوا، د گارډين اخبار د جولاى پر ٩ مه ليکي په افغانستان د متحده ايالاتو يو عالي رتبه قومندان وايي که چيري حامد کرزى بيا انتخاب سي، عادي افغانان به تشدد او پاڅون ته اړسي. هغه وايي خلک نهايت ناراضه دي ځکه حکومت هيڅ ندي کړي.  کله چي خلک لدې واقعيت سره مخامخ سي چي بدلون نه راځي، او همدا نظام به د پنځو نورو کلونو لپاره زغمي، هله ددې امکان سته چي عام ناراضيت او بېزاري په عام تشدد او تباهي بدله سي. 

گارډين ادامه ورکوي او ليکي که څه هم حامد کرزي پدې څو مياشتو کي د مختفلو جنگسالارانو سره ايتلافونه کړي، مگر پوښتنه دا ده چي ايا  همدا جگړماران به د حامد کرزي د بيا انتخابېدو لپاره په کافي اندازه رايي راغونډ کړاى سي او کنه؟  او که به عادي افغانان چي له اوسني رژيم څخه ستړي  او ستومانه دي، د حامد کرزي مخالف کانديد ته رايه ورکړي.

گارډين وايي د جمهوري رياست کانديد اشرف غني به ښايي ډېر ژر په انتخاباتي غونډو او سفرونو ووځي. مگر هغه رسمي باډي گارډان، د سفرونو لپاره هيلکوپټر، او د تبلغياتي کمپېن لپاره په کافي اندازه تيلويزيون ته لاسرسى نلري. هغه وايي افغانان ښه، مسول، او موثر حکومت غواړي.




سيد شا پاچا:
اوباما خواهان تحقيقات کشتار دستجمعى سال ٢٠٠١ افغانستان شده است.


متل است که ميگويد “دير ايد خوش ايد”. دولت امريکا بعد از تقريبآ هفت سال در مورد جنگجويان طالبان که بدست اتحاد شمال بطور دستجمعى کشته شده بودند به تيم امنيت ملى امريکا احکام را صادر نموده که در مورد ان تحقيقات نمايد. طوريکه در اخبار ديده شده صرف نام عبدالرشيد دوستم ديده ميشود ولى قرار معلوم در اين کشتار دستجمعى رشيد دوستم تنها نبوده. اگر تحقيقات به دنباله کشيده شود اشخاص ديگر نيز در اين قتل عام ها دخيل بوده اند که بايد در مورد تشهير و رسوا کردن انها تمام وسايل دستجمعى افغانستان و جهان بذل مساعى نموده و اشخاصيکه چنين جنايات را مرتکب شده اند به محاکم ملى افغانستان و بين المللى که مقران در هاگ است کشانيده شود تا به جزاى اعمال خود برسند. کشتارهايکه در قلعه جنگى مزار شريف و ولايت کندز صورت گرفته بود ان اشخاص نيز دخيل بوده اند: استاد ربانى، برادران قوماندان مسعود يعنى ضيا مسعود، جنرال قسيم فهيم، قوماندان عطا، داکتر عبدالله عبدالله فعلآ کانديد رياست جمهورىافغانستان، جنرال داوود داوود فعلآ معين وزارت داخله، جنرال بسم الله خان فعلآ معين وزارت دفاع، يونس قانونى فعلآ رييس ولسى جرگه، کريم خليلى، محمد محقق وغيره …  در هيچ قانون مدنى و الهى چنين ماده وجود ندارد که جنگجويان تسليم شده کشته شوند. ولى چشم ها و گوشهاى تشنه گان خون و قدرت کور وکر شده بودند و چنين اعمال شنيع را در قرن بيست و يکم بنا به اوامر باداران خود بجا اوردند که نامهاى شان در تاريخ افغانستان و جهان به لکه هاى خون نوشته خواهد شد. اين بايد خاطر نشان شود که دوستى با اجانب پايدار نبوده و نه است. و از ان بايد درس عبرت گرفته شود. تشکر

تبصره نسته

  1. درنو هیواد والو هیله ده زما سلامونه ومنئ! بیا داچی که پردی هرڅه وکړی د پردی نوم پر بروټ وی! او که خپل ، پر خپلو خلکو او ولس د پردو ظلم او نارواوې سره راځی ،او دپردو تیرئ زمینه پر خپلو خلکو ( پر نر او شځو بوداګانو کوچنیانو ) اوحتی دهغو پر ژیوی(حیوانات) برابروی، نو داسی انسان ته به څوک څنګه افغان وایی! دا به څنګه وجدان یی دا افغان وژنه چی په دشت لیلی د جوزجان کی د دوستم – عطا دمزار اوسنئ والی- فهیم – داکتر عبداله -بسم اله محمدی دکرزی اوسنئ لوی درستیز -او ددوی ټول لوی او واړه د باند غړی ، دامریکایی خاص قواوی په ګډون تر سره سوه ، او لا هم کرزئ صایب غواړی دهماغه جانیانو پر اوژو یو وار بیا د خپل بی وزلو بیچارهو بی پټ سوي خلکو پر سټونی ډه ډه ولګوی ، او هغه ټولو جنایاتو باندی پرده وغوړوی! د شیطان لعنت دی پر کرزئ باندی وي! کرزئ صایبّ ! تاسوته می خطاب دئ!ددې سوې نارواوې څخه خبر نه یاست؟ آفرین ستاسو پر وجدان سی! حتما یی نلرئ! دا زمونژ بی وسی هم ده چی هغه درته پیچکاری کولای یی هم نسو! د دری ژبو ورونو په خبره چی وایی : « پهلوان زنده خوش است » = کرزئ ریس جمبور باشه خوش است ]! درنګوه یی ، دا خلک بالاخره خدای لری ، هغه چی تاسو یی نه پیژنئ! یار زنده صحبت باقی ، تر هغه ورځه که خدای کول چی د خلکو په محاکمه کی مو وګورم! انشا اله تعالی

  2. ه لرم چى دي لاندى ليکنى ته پخپله مجله کى ځاى ورکړۍ. مننه. پاچا

    اوباما خواهان تحقيقات کشتار دستجمعى سال ٢٠٠١ افغانستان شده است.

    متل است که ميگويد “دير ايد خوش ايد”. دولت امريکا بعد از تقريبآ هفت سال در مورد جنگجويان طالبان که بدست اتحاد شمال بطور دستجمعى کشته شده بودند به تيم امنيت ملى امريکا احکام را صادر نموده که در مورد ان تحقيقات نمايد. طوريکه در اخبار ديده شده صرف نام عبدالرشيد دوستم ديده ميشود ولى قرار معلوم در اين کشتار دستجمعى رشيد دوستم تنها نبوده. اگر تحقيقات به دنباله کشيده شود اشخاص ديگر نيز در اين قتل عام ها دخيل بوده اند که بايد در مورد تشهير و رسوا کردن انها تمام وسايل دستجمعى افغانستان و جهان بذل مساعى نموده و اشخاصيکه چنين جنايات را مرتکب شده اند به محاکم ملى افغانستان و بين المللى که مقران در هاگ است کشانيده شود تا به جزاى اعمال خود برسند. کشتارهايکه در قلعه جنگى مزار شريف و ولايت کندز صورت گرفته بود اين اشخاص نيز دخيل بوده اند: استاد ربانى، برادران قوماندان مسعود يعنى ضيا مسعود، جنرال قسيم فهيم، قوماندان عطا، داکتر عبدالله عبدالله فعلآ کانديد رياست جمهورىافغانستان، جنرال داوود داوود فعلآ معين وزارت داخله، جنرال بسم الله خان فعلآ معين وزارت دفاع، يونس قانونى فعلآ رييس ولسى جرگه، کريم خليلى، محمد محقق وغيره … در هيچ قانون مدنى و الهى چنين ماده وجود ندارد که جنگجويان تسليم شده کشته شوند. ولى چشم ها و گوشهاى تشنه گان خون و قدرت کور وکر شده بودند و چنين اعمال شنيع را در قرن بيست و يکم بنا به اوامر باداران خود بجا اوردند که نامهاى شان در تاريخ افغانستان و جهان به لکه هاى خون نوشته خواهد شد. اين بايد خاطر نشان شود که دوستى با اجانب پايدار نبوده و نه است. و از ان بايد درس عبرت گرفته شود. تشکر

  3. په افغانستان کې دتېرو اتو کالو راهيسي دپښتنو نژادي تصفيه روانه ده. يوازي بعضي پښتانه افراطي او تنظره روڼ اندي باور نه په کوي چې دخپلي ټولني څخه بشپړه ناخبره دي. ځکه خو په افغانستان کي دتش په نامه ملي اردو په جوړولو کې يوازي دهيواد دلږکيو څخه کار واخيستل شو. په کابل کي امريکايي ځواکونو دملي اردو په جوړولو کې د پښتنو فيصدۍ دڅرګندولو څخه بربنډه انکار وکړ.

  4. Dear Larawbar web Colleuges :
    this is my first time to see this web and i am honest that i really like it .
    i would be a permanint viewer of this page in the future.
    V/r
    Engineer Naqibullah Stanikzai
    from:Logar, Afghanistan

  5. Mong ke pa de khalqu edara aw ya ham hookumat wesatu aw ya yeah jur kru, no hagha ke bu tsok khwandee wee

  6. زه هیله لرم چې دا څیړنې په داسې ډول وشي چې اصلي عاملینو او جنایتکارانو ته وړ سزا ورکړل شي. دوستم، عطا او ورته ګوډاګیانو دطالبانو ( پښتنو ځوانانو) په وژلو کې دپردیو ومنله او دا يي هیره کړه چې له پښتنو سره په یوه هیواد کې اوسیږي او يوه ورځ به دخپلو اعمالو سزا ضرور ګوري. ځکه پښتون که سل کاله وروسته هم خپل بدل واخلي وايي بیړه مې وکړه. خو یواځې دڅو کسانو په محاکمه هم زمونږ ستونزې نه حل کیږي. بهرنیان او په سر کې يي امریکا باید دپښتنو حقوقو ته درناوی وکړي او ورڅخه اخستی واک بیرته ورکړي.

  7. د ويسا په ويب پاڼه کي هم د دوستم عکس او يوه ليکنه خپره سوېده . دهغه عکس، دهغه حالیه کړه ،د هغه بدنامه او په وينو لړلې ماضي، د هغه اخلاقي ضد انحرافي کرکټر، د هغه وحشتونه، نامرديو او جنايتونو ته چي څوک ګوري نو دا نتیجه لاس ته راځي چي ، په ټوله نړۍ کي چي د امريکې تر حمايې لاندي دولتونه دي نو افغانانو ته دغه اوسنی د کرزي دولت هغوی ته ژوندی سمبول دی دا د همدغه دوستم، فهيم، محقق، خلیلی، ربانی غوندي جنايت کارانو او قاچاقبرانواو د هغوی د آدمکشه ډلو ګډ دولت دی چي پر خلکو د ډيموکراسۍ په نامه تپل سوی دی .
    امريکا چي په هر هيواد کي کودتاوي کړې دي يا يې د نمايشي انتخاباتو دلاري خپل ګوډاګيان پر قدرت ګمارلي دي نوهغه د کرزي د ډلي په څېر د يوه سره مافيايي ډلي، ډاکو ګان، جنايتکاران ، غله او پنج عيب شرعي پساتيان دي چي پلنډي پلنډي د بشري جناياتو دوسيې لري .

    امريکا په رشتيا هم په هر هيواد کي د وطنپاله خدمتګارانو په لټه کي نه بلکه د کرزي او د هغه د جنايت کاره بانډ غوندي سرټيټی نوکران غواړي او هر هغه څوک وواک ته رسوي چي بس تر هر چا ښه مينځه او غلام کېدلای سي او هغه هم په داسي توګه چي پر دغه شاني غلامۍ باندي بايد افتخار هم وکړي .

    تاسو د ويسا په پاڼه کي د دوستم عکس او په هغه کي د دغه آدم خوره و سترګو ته ښه ځير سی د هغه په سترګو کي د انسانانو ويني او د وحشي درندګانو وحشت پکښې د ورايه معلوميږي . دداسي کسانو سره چي څوک په هر دلیل چي وي يو ځای کيږي ، ملي خائن دی ، ملی غدار دی او د افغانانو دسر اومال لوی دښمن دی . کرزی ته تاريخي بدنامي ورپاتې سوه ، هغه که ژاړي او که خاندي نو هغه د مکر خندا و ژړا ده .

    تاسو لطفاً دغه نظر ان پخپله اوباما ، بل ګيټس او هیلاری کلنټن ته ورسوی، په انګريزي يې ترجمه کړی او ورته وواياست چي د نړۍ عام خلک او افغانان خره ندي چي د ديموکراسي په نامه هر جنايت کاره ور باندي و منل سي !!
    په درناوی

  8. Pa dersho kalo ke ham dagha kasan dee che weena pa weena minzee. Ne melat abad sho aw na ham de Pakhtanu leader pa zan poh shwel. Ous tsa bayad weshee che le de ghameeze zan raber sera keru. De hal lara tsa da ke mong de zan na da pukhtana wekru. Zmong leader kho la der kalo dagha se washyan pa mong tapee. Rus, Amerika, Pakistan, Arab, Iran tol yaw seyassat lari de zeka che hoghuy ta mong pradee yu. Har tsa zmong pa maharat pore ara lari. Mong bayad kheple gate khawandee keru

  9. زه د لر اوبر د ویب پانی دکارکوونکو چخه دیره مننه کوم چی وخپلو خلگوته یی داسی
    صفحه جوره کریده چی هغه خلک دداسی یو دلیز قاتل تری لاس ته راوری گرانو محترمو
    ورونو زه نن دیر دخوشحالی احساس کوم چی یو داسی دلیز قاتل ته سزا ورکولو پلتنی
    روانی دی اوهیلمند یم چی دا پلتنی په شفافه توگه سرته ورسیری او دا دلیز قاتل په
    سزا ورسیری او پیغام می خصوصا وهغو پشتنو ورونو ته دی چی په دولت کشی لویی چوکی لری
    ورونو زه پخپله دیر دردیدلی یم یو مثال تاسوته وایم تاسی خپله غور ورباندی وکری

    ما په 1388کال کی دکانکور امتحان ور کر 265نمری می اخستی وی تعلیم اوتربیی
    پوهنحی ته کامیاب وم .

    تعلیم او تربیی پوهنحی ما نه انتخاب کری بیا ولارم کابل ته دلووروزده کرو په
    وزارت کی می عریضه وکره او دلووروزده کرو مین ته می عریضه ور وره هغه چی عریضه وکتل
    راته ویل یی (چه مشکل داری) ما په پشتو خپل مشکل ورته بیان کر /ده راته وویل (چرا
    به فارسی گف نه میزنی)ما بیا پشتو ورته شروع کره .

    ده عریضه راته را وغورځول او ویل یی(برو فارسی یاد کو پس بیا) نو پشتنو
    ورونو تاسی خپله قضاوت وکری وسلام مننه

  10. سلامونه اونیکی هیلی
    ګرانو افغانانو او بلخصوص پشتنو وروڼو په تیر اتو کلونو کی خو مونژ نوره پوره تجربه واخستله چی په پشتنو باندی د پاکستان حکومت نه واخله تر امریکی حکومته پوری په پشتون قوم څه ملنډی ونه وهل شوی-چی ږیره ونه لرو دجاسوس په نوم او که یی ولرو خبل ّځان د سنت او د رسول ص به قدم روان کو بیا د القاعده به نوم شکنجه کیړو یا وژل کیژو- الله ته به پشتون قوم ورحمیژی -دا هر څه د چا دلاسه دا دیوڅو بی ضمیره پشتنو مشرانو دلاسه چی صرف خالی په نوم د غلامی به چوکی ناست دی واک نور داغاه خان -فهیم -کریم خللی -خلیل زاد-دوستم لعین او داسی نورو دی .

    ای بشتنو وروڼو اتلان لکه احمد شابابا مو د بچه باز په نوم غازی امانوالله خان مو دبچه سک به نوم راوویاړل شول او داسی نور راشی به خوست کی اسرایل راغلی او زمونژد پشتنو خوندی به نوم ددی چی د خان مرکی نوی د حیااړ دغیرت لوبټه پورته کوی مونژاوتاسو خو به کابل یا به کوم بل خارجی هیواد کی د کمپیوټر تر شاه ارام ناست یو د پشتنو ورڼو دحالت نه څه خبر یو راشی به خوست کی په امریکنی تانګونو په پشتو څه لیکل شوی ۰د عر اق بدماشان- دا به بشتو چا لیکلی ‌‌‌‌دا هم امرکیانو یا زمونږد بارسی ژبو وروڼو لیکلی بلکل نه دا هم یو څو ددالرو سپیو بشتنو لیکلی او دالله مهربانی ده چه کله مردار شی بیا یی غیرتی ملایان جنازه هم نه کوی او هم یی په غیرت ولاړ پښتانه په هدیره کی هم نه پریژدی او یو خالی په نوم ملا چه کور یی هم په مبدان هوای کی د امرکانانو سره دی چه اصلا هغه په خوست کی په خر ملا مشور ده هغه کوی -او وایی چی دد وطن خدمت کوللو نو دی ته شهید وایی او دا هم وایی چی دد په جنازه کی ملایکو شرکت وکړ- اوس مونږ چاته شهید ووایو -اوس به مونږ چاته شهید وایو هغه چی امریکانانو سره به جنک کی مړشی هغه ته شهید ووایو او که د امریکانانو غلام ته شهید ووایو –

    یا الله ته په مونږ کی د خالد بن ولید -عبیدی بن جراح سعد بن وقاص – سلطان محمود غزنوی- وزیر اکبرخان -ملا محمد عمر په شان غیرتی بچیان راکی چی داسلام جنډه پورته کی- کرانو وروڼو زه چی داوایم د زیات رنج نه وایم که ته سوچ وکی چی دا دطالبانو طربداری کوی ای وروره تا څه لیدلی ستا کور چی تلاشی شی بیا به تا ته معلومع شی چی دا غلامی ده که ازادی زه د طالب طربدار نه یم بلکی د هغه چا طربدار یم چه فی سبیلالله جهاد کوی-

    اوس مونږ کمزوری بشتانه د فدرام او دوستم ځواب نشو ویلی – وسلام

  11. Rahimi Sahib, De hal lar tsa da? Tsa bayad weshee che dagha mong Pekhtana le de bad halata woowzoo

  12. سلام ۰
    ایس لمر s-lamar ستاسو لیکنی ما چی څومره لیدلی ماته معلومه شوه چه د هغو بیغرتو پښتنو څخه یو ته هم یی چه د امریکی دارلری خوری۰
    ځکه د لر او بر به یوه لیکنی که چه د فرا ولایت د مظلومو مسلمانو ډلیزه وزنی به باره کی تا لوستنکو ته ویلی وه چه د زغم او صبر نه کار واخلی او دکرزی ننګه د کړی وه انشالله ته به هم به ورځ د قیامت د کرزی به ډله کی باڅیږی-بیا به الله ته څه جواب ورکوی-
    او بل به هغه ویدیو چه په صوات کی په یوی ښځی اسلامی شریعت تطبیق شوی وو تا لیکلی وو چی دا جهالت دی او دا عالمان یا ملایان وحشیان دی ایا ستا دتولد به وخت کی اذان چا ویلی وه امریکایی که اسلامی ملا -ته دالله حکم په دورو وهلو ته جهالت وای استغفرالله
    اوبل زما به لیکنه انتقاد کوی چی داد حل لار نه ده زه ستا نه سوال کوم دحل لار کومه ده دحل لار داده چه امریکایی فوج ته د مجددی به شان زمونږ وروڼه ووایم ته لږ قران ته توجه وکړه چی ۱۴۳۰ کاله د مخه الله ج
    به خبل کتاب کی څه فرمایلی (ای مومنانو تر څو پوری چی تاسو د یهودو او نصرانینو به دین نشی دا خلک ستاسو دوستان نشی جوړیدلی)
    اوس ته فکر وکړه که ته وایی چی امریکایان دافغانستان سره مرسته کوی دالله ج مرسته غوره ده که د اوباما-
    به دغه ژوند مه نازیږه دا ژوند دابدی ژوند په مقابل کی دوه نیمی دقیقی ده راځی چی ابدی ژوند جوړ کړو-

    الله ج فرمایی چی جهاد به تر ورځ دقیامته پوری جریان لری او بل ته په د هم ځان خبر کړه چه جهاد په کوم حالت کی فرض دی هغه دا یو څو ټکی د مثال په ډول وایم-
    ۱-که چیری ستا به حریم کفری ډله یرغل وکړی- چی د امریکایانو یرغل یی یو مثال دی
    ۲-که چیری دالله د جزا دامر چی د قاتل ذنایی غله به باره کی شوی یعنی دغله لاس پریکول دی یوکفری ډله یی ممانعت وکړی -ایا امریکایانو د غله د لاس فریکولو ته به اجازه راکړی
    ۳-که چیری یو څو مسلمانان د کفارو سره بندیان او د هغوی سره ظلم وکړی- چی دبګرام او ګونتنامو یی مثال دی-

    انشالله به افغانستان کی به ټولو مسمانو جهاد فرض دی او دا جهاد پرته د یو څو ستا په شان د ډالرو خورو امریکایی مذدورانو نه علاوه ټول افغانان شروع کوی او شروع یی ماشالله شوی او دا خارجی یلغلګر او شا شعیان به ماتی خوری په اخیر کی درته وایم چه حقیقت تریخ وی راځی د هسی بیځای شخصی ګټو به خاظر بیځایه بحث ونه کړو چه خدای ج مه کړه ایمان ته مو خطر واقع نشی
    دیو سوکاله اسلامی افغانسان په ّهیله –
    نور قضاوت د لوستونکی وکړی
    وسلام

    د قلم او کلام د غفت نه ساتلو په وجه که چیری د زیات درد له وجی که غلطی شوی وی معذرت می قبول کړی

    وسلام