کور / تازه خبرونه / بېلابېلو چاودنو او نښتو مرګ ژوبله اړولې ده

بېلابېلو چاودنو او نښتو مرګ ژوبله اړولې ده

په لوګر کي د دغه ولايت امنيتي چارواکي وايي پنځه پوليس د ماين په يوه چاودنه کي وژل سوي دي.

د لوګر امنيه قومندان مصطفي محسني وايي دغه پوليس په يوه شخصي موټر کي سپاره وو چي نن سهار يې ماين د څرخ په ولسوالي کي پر يوه ماين باندي وختئ او څلور تنه پکښي ووژل سول، يو تن يې ټپي سو چي وروسته هغه هم ساه ورکړه.

همدا راز د کنړ په ولايت کي د آيساف، پوليسو او طالبانو ترمنځ د يوې وسله والي نښتي له امله يو ملکي کس وژل سوئ او څلور پوليس ټپيان سوي دي.

د کنړ امنيه قومندان عبدالجلال جلال وايي دغه نښته چي پرون د شنبې په ورځ رامنځته سوه، د يوه ملکي کس په ګډون پنځه تنه ټپيان پکښي سول چي وروسته يې ملکي کس په روغتون کي ساه ورکړه.

بلي خواته د پکتيا د والي وياند روح الله سمون وايي په دغه ولايت کي دوه طالبان او يو پوليس آفسر په يوه نښته کي وژل سوي دي.

همدا راز په زابل ولايت کي د ماين چاودني د يکشنبې په ورځ څلور پوليس زخميان کړي دي. په يوه بله پېښه کي چي پرون د هلمند په ولايت کي رامنځته سوې ده، د دې ولايت د چارواکو په وينا دوه پوليس وژل سوي دي.