کور / تازه خبرونه / ګورډن بروان: په افغانستان کي هرو مرو پاتېږو

ګورډن بروان: په افغانستان کي هرو مرو پاتېږو

 


د برتانيې صدراعظم وايي د هيواد پوځونه به يې افغانستان کي د طالبانو تر ماتي پوري پاتېږي. بلي خواته د امريکا ولسمشر باراک اوباما وايي امريکايي پوځيانو طالبان له پښو غورځولي خو بشپړ له منځه وړل يې ډېر وخت ته اړتيا لري.


ګورډن براون يوې برتانوۍ خپروني ته وويل دوى غواړي په افغانستان کي د طالبانو د نفوذ ريښې وباسي، خو په دې لاره کي برتانوي پوځيان بايد نوره قرباني هم ورکړي.


براون په داسي حال کي د طالبانو د ريښو ايستلو خبري کوي، چي په هلمند ولايت کي يې د ١٠ ورځو په جريان کي ١٥ عسکر له لاسه ورکړي دي.


د برتانيې د دفاع وزارت وايي په افغانستان کي يې له ٢٠٠١ کال راهيسي ١٨٤ عسکر وژل سوي دي، چي د مړو شمېره يې په عراق کي د برتانيې د مړو پوځيانو سره برابره سوه.


بلي خواته د امريکا ولسمشر باراک اوباما وايي په افغانستان کي يې د نويو عملياتو په ترڅ کي چي په هلمند کي له تيرو ١٠ ورځو راهيسي روان دي، طالبان په پښو غورځولي دي، خو د هغوى له منځه وړل ډېر وخت غواړي.


باراک اوباما په افغانستان کي پوځي تلفاتو ته په اشارې سره وويل، امريکا او برتانيه په تېرو څو ورځو کي يوه غير معمولي جنګ ته ورلوېدلې چي ښايي په هلمند او نورو ولايتونو کي يې پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله واوړي.