کور / شعر / غزل

غزل

که د ګلونو بارانونه پر له پوري اوري
زه به يې څه کړم چې ته نه يې و دي اوري اوري


 د نړۍ پېغله يې په زور زموږ له ګوتو باسي
 زموږ په پلو کې هره شپه روښانه ستوري اوري


 سره له دومره کړاوونو پر دې سيمه اشنا لا
 د سپيڅلو جنکو د ټپو توري اوري


موږ په څو ځله له دې لوري فريادونه کړي
هر ځل پر موږ ژور زخمونه له دې لوري اوري


  روښانه لمره ته رښتيا هم په دې نه يې خبر
څومره تيارې مې پر اوربل لکه د سيوري اوري 


 تا چې به ما ته تل کولې د دېوانو کيسې
هغه دېوان مې پر ارواح ادکي موري اوري