د ډېره غازي خان پوليس وايي په دغه ښار کي يې پر يوه مدرسه چاپه وهلې چي وسلې او د ځانمرګو بريدونو صدرۍ يې ځني ترلاسه کړي دي.
پوليس وايي د چاپې پر مهال په مدرسه کي ناستو کسانو مقاومت هم کړئ چي د عبدالله په نوم د هغوى يو تن قومندان د دوى په متقابلو ډزو کي وژل سوئ دئ.
د ډيره غازي خان د پوليسو په وينا په دې چاپه کي يو تن ژوندى په لاس ورغلئ او د مدرسې د ناظم حافظ عبدالمجيد په ګډون درې کسه ترې تښتېدلي دي.
پوليس زياتوي چي له مدرسې څخه يې ١٦ راکټونه، ١٢ توغندۍ، توپکان، ٢١ ګرين ايټان، لس کيلو چاودونکي مواد او څو د ځانمرګو بريدونو صدرۍ په لاس ورغلي دي.
د ډېره غازي خان پوليسو ويلي قومندان عبدالله د بيت الله مسود لوړ پړى قومندان وو، چي دوى د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په دغه مدرسه کي حمله پر وکړه.