کور / تازه خبرونه / په روزګان کي ١٩ طالبان وژل سوي دي

په روزګان کي ١٩ طالبان وژل سوي دي

د کورنيو چارو وزارت په روزګان ولايت کي د ١٩ طالب جنګياليو د وژلو خبر ورکړ.

د وزارت له خوا يوه خپره سوې خبرپاڼه وايي دغه کسان د جمعې په ورځ د افغان او ايتلافي عسکرو له خوا د عملياتو پر مهال وژل سوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي پېښه د روزګان ولايت په چارچينو ولسوالي کي رامنځته سوې چي د طالبانو ١٩ وسله وال يې پکښي وژلي دي، خو د افغان يا ايتلافي ځواکونو د زيانونو په باب څه نه دي ويل سوي.